د باختر ستوري
د باختر ستوري نننۍ خپرونه مو د پښتون سیاستوال، شاعر او لیکوال ارواښاد اجمل خټک یاد ته ځانګړې کړې ده. په سر کې به د ارواښاد اجمل خټک په سیاست، شاعرۍ او لیکوالۍ د افغان لیکوالو او شاعرانو تاثرات په ريپوټ کې ولرو، بیا به له وتلي سیاستوال او لیکوال جمعه خان صوفي سره د اروښاد اجمل خټک په اړه زموږ د همکار بوريوال کاکړ مرکه وړاندې کړو، او په اخره کې به د هغه فریاد د وتلي سندرغاړي ګلزار عالم په غږ کې هم درسره شريکه کړو. د خپرونې کوربه بازمحمد عابد دی.