د خېبر پښتونخوا د صوابۍ پولیس وايي نا معلومو وسله والو، یو ځايي سندرغاړی دروېش خان په ډزو وژلی دی.
د صوابۍ تاڼې محرر محمد خالد وايي دا پېښه د شنبې په ورځ ناوخته پېښه شوې ده. د نوموړي د معلوماتو پر اساس دروېش خان په کار پسې روان و چې د پنجپير بايي پاس سره نږدې پرې وسله والو ډزې وکړې او هغه یې ووژلو.
« موږ ته د دروېش خان مېرمن رپورټ کړی چې خاوند ته یې دوو کسانو ټیلیفون وکړ چې ورسره کار لري، بیا هغه کور ته نه دی ستون شوی. بیا د هماغه له ټیلیفونه ورته زنګ راغلو چې مړی یې د سرک پر غاړه پروت دی. »
د دروېش خان یو نږدې ملګری ابراهیم خان چې د هغه سره به یې په میلسونو کې برخه اخیسته مشال راډیو ته وویل چې دروېش خان د خپل وخت یو لوی هنرمند و او خلکو یې د غږ سره ډېره مینه درلودله. ابراهیم خان وايي چې دروېش خان د چاربیتو او داستانونو ویلو لپاره مشهور و.
د صوابۍ د مینې کلي اوسیدونکی دروېش خان ۶۶ کلن و او له تېرو ۴۵ و کلونو راهیسې یې په صوابۍ، مردان، چارسده، نوښار او نورو شاوخوا سیمو کې میلسونه کول. د نوموړي د وژلو ذمه واري چا قبوله کړې نه ده.