د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال شهرت لرونکې شربت ګله به ژر خوشې کړل شي


نړیوال شهرت لرونکې شربت ګله به ژر خوشې کړل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د شنو جاذبو سترګو نړیوالې پېژندلې څهرې شربت ګلې وکیلان د سېشنبې ورځ د پېښور یوه خصوصي عدالت ته وړاندې شول چې خپله موکله په ضمانت راخوشې کړي. عدالت د شربت ګلې او سرکاري وکیلانو دلایل واورېدو او د خپلې پرېکړې اورولو لپاره یې د نومبر دویمه نېټه ورکړه. پر دې مهال د عوامي نېشنل ګوند لخوا ګمارلی د وکیلانو کمېټۍ مشر لطیف اپرېدی او د افغان سفارت لخوا ګمارلیو وکیلانو او د سفارت چارواکي هم موجود ول. د شربت ګلې وکیلانو هیله وښوده چې نه یوازې به هغه په ضمانت پرېښودل شي بلکې پر هغې لګېدلې مقدمې به هم ختمې کړل شي. له پېښور د شبیر احمد جان ویډيو

XS
SM
MD
LG