د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اقتصادي راهدارۍ ټولې پېسې مشرقي لار ته ورکړل شوې


کرنل ريټایرډ مقبول اپرېدی
کرنل ريټایرډ مقبول اپرېدی

د پاکستان سوداګرۍ او صنعت خونې (فېډرېشن اف پاکستان چېمبراف کامرس اېنډ انډسټرۍ) د ګوادر لپاره د خصوصي کميټۍ مشر کرنل ريټایرډ مقبول اپرېدی وايي چې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کې نه خو تر دې دمه مغربي لار ته پېسې ځانګړې کړل شوې دي او نه د منصوبه بندۍ د کمېشن په اسنادو کې د ګوادر لپاره پېسې ايښودل شوي دي.

له مشال رېډيو سره په يوه مرکه کې نوموړي د سي پېک په اړه وويل چې دا په اصل کې څلور برخې لري چې پکې د توانايۍ منصوبې، د سړکونو جوړول، کارخانې او د ګاډو تګ راتګ شامل دي.

اقتصادي راهدارۍ کې يواځې مشرقي لار جوړېږي. مقبول اپرېدی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ده په وېنا چې چين دا منصوبه د خپلو مشرقي صوبو د پرمختيا لپاره استعمالوي ځکه چې هلته انتهاپسندي ده نو له پاکستان سره دا يوه ښه موقع ده، هغه سيمې د پرمختيا پر لور بوځيچې له ترهګرۍ اغېزمندې شوې دي ځکه چې ۹۰ اربه روپۍ چې د بې کوره شویو خلکو د بيا ودانۍ لپاره پکار دي، حکومت يې لا وس نه لري خو که په دې منصوبه کې "د مغربي لار" په ذريعه قبايلي سيمې او خېبر پښتونخوا ته ګټه ورکول غواړي نو دا ډېره اسانه ده خو له بدمرغۍ لا د مرکزي حکومت داسې کومه اراده په نظر نه راځي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې کرنل مقبول اپرېدي وويل، په پنجاب کې د اورنج لاین اورګاډيد جوړېدونکې منصوبې ابتدايي راپورونو کې راغلي ول چې دا د سي پېک برخه نه وه خو اوس ويل کېږي چې د اقتصادي راهدارۍ له پېسو ورته فنډ ورکړل شوی دی چې له نورو صوبو سره زياتی دی.

اپرېدي زياته کړه، ضرورت د دې خبرې دی چې په ټوله منصوبه کې باید شفافيت راوستل شي او چې څومره هم فنډونه راځي چې عام ولس ته هم وښودل شي، تر اوسه چې کومې پېسې مختص شوي دي هغه ټولې دنيا ته معلومه شوې هغه مشرقي لارې ته ورکړل شوي دي چې پکې ملتان - سکر لار شامله ده. خو مرکزي حکومت دا هم وايي چې مغربي لار جوړوي خولا هم کار پرې د دوی د معلوماتو ترمخه نه دی پیل شوی.

قبايلي سيمو او خېبر پښتونخوا پشمول وړو صوبو ته به د دې څه ګټې وي، د دې پوښتنې په ځواب کې کرنل مقبول اپرېدی ووئيل چې د دې منصوبې ټول نظرونه په ګوادر بندر دي او بله چې د مغربي لار په ذريعه هم ټولې د ترهه ګرۍ ځپلې سيمې د پرمختيا پرلور بوتللی شي لکه څنګه چې چين دا مقصد لري بايد زمونږ حکومتونه هم دا هر څه په نظر کې وساتي خو له بده مرغه تر دې دمه دغه څه په نظر نه راځي.

نوموړی وايي چې دا منصوبه به يواځې د دې سيمې نه بلکې د ټولې نړۍ تقدير بدل کړي خو چې کوم د دې عمليکوونکي دي هغوی دې ورته په سمه توګه پام وکړي او چې کومې ګيلې دي د هغې ختمولو لپاره دې ورسره خبرې وشي چې داسې د ملک عزت بچ پاتې شي.

د خېبر پښتونخوا د اعلی وزير پروېز خټک هغه بيان چې که مغربي لار جوړه نه شوه نوپه صوبه کې به د دې منصوبې پرضد راپاڅي، مقبول اپرېدی ووئيل چې د مرکزي حکومت او د منصوبه بندۍ د وزير احسن اقبال په مشرۍ کې کومې غونډې شوې دي په هغې کې پروېزخټک ګډون کړی وو نو اوس ولې دا سوال راپورته کوي بايد د دغه دستورو د لاري خپلې اندېښنې مرکزي حکومت ته ورسوي او بيا هم که د دوي اندېښنې وي نو بايد مرکزي حکومت يې ختمې کړي ځکه چې دا منصوبه د يوې صوبې منصوبه نه ده بلکې دا د دې منطقې منصوبه ده.

مقبول اپرېدي دا هم وويل چې په کومه صوبه کې هم منصوبه وي بايد اول هم هغوي ته هلته موقعې ورکړل شي که هغه د روزګار وي يا نورې اسانتيا ګانې، ځکه چې د صوبې پر وسايلو وړومبی حق د ځايي خلکو دی.

د ده په وېنا چې ښه به دا وه چې د ګوادر منصوبې د پرانستو نه وړاندې مرکزي حکومت د هغه ځای ستونزو ته پام کړی وای ځکه چې هلته لا اوبه نشته، روغتون، ښوونځي يا نورې بنياد اسانتياوې په مکران ډوېژن کې کمې دي نو که د هغه خلکو په خوښه سره دا هر څه وشي يو ښه اغېز به ولري.

XS
SM
MD
LG