افغان ولسمشر اشرف غني ويلي چې په خپل هېواد افغانستان کې به ښځو ته د نارينوو سره سم يو شان مواقع برابروي. نوموړي نن د اروپايي هېواد بېلجیم په سر ښار برسلز کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه چې ښځو ته به په ځايي شوراګانو کې ۵۰ سلنه ونډه ورکوي. ولسمشر غني له برخه والو غوښتنه وکړه چې د افغان ښځو جوړو شوو توليداتو ته دې په اروپايي بازار کې ځای ورکړي ځکه د نوموړي په خبره خيرات غربت له منځه نشي وړلای خو بازار ته لاسرسی غربت له منځه وړلای شي.
غونډه د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ او امنيتي تګلارې مشرې فدریکا موګېریني په خپله پرانيستونکې وينا پېل کړه.
په دې غونډه کې د نړۍ د لږ تر لږه ۷۰ هیوادونو او ۲۰ نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.
د فدریکا موګېریني په وینا، په برسلز کې د افغانستان په اړه دا غونډه یوازې د مالي مرستو راغونډولو لپاره نه ده بلکې له دې هیواد سره به د نړیوالو د سیاسي ملاتړ پر دوام هم ټینګار وشي.
نوموړي زياته کړې چې اروپايي اتحادیه په افغانستان کې سوله او ثبات د ځان په ګټه ګڼي او د برسلز غونډه د دې ژمنتيا د څرګندولو ښه موقع ده.
بلخوا نن د دغه کنفرانس له پیل وړاندې په برسلز کې د ځايي افغانانو لخوا د افغان حکومت په ملاتړ یوه مظاهره هم ترسره وشوه. مظاهره کوونکو د حکومت په ملاتړ او یو شمیر ګاونډيو هېوادو پر ضد شعارونه ورکول.