د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو طالبانو د اعظم طارق وژنه تایید کړه


د اعظم طارق انځور
د اعظم طارق انځور

ډېره اسماعیل خان/ خوست - د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترځ کې ځېنې پاکستاني طالب مشران وژل شوي دي. دا پېښه د شنبې او یکشنبې تر منځ د شپې شاوخوا ۱۰ بجې شوې ده.

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستانیو استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پکتیکا په بېرمل ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې طالبان وژل شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان د مسود (مسید) ډلې یو ویاند اعظم طارق هم وژل شوی دی.

د اعظم طارق خپل نوم رییس خان وو او سرچینې وايي، په بمبارۍ کې د ده زوی او د شمالي وزیرستان د مده خېلو دوه نور طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

عیني شاهدانو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د اعظم طارق مړی یې لیدلی دی. دوی وویل، د عملیاتو پر وخت امنیتي چارواکو ورته له کورونو څخه د نه وتلو ویلي ول.

د دوی په خبره، په بمبارۍ کې ولسي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

د مسود طالبانو د دې ډلې مشري خان سید سجنا کوله چې د ۲۰۱۴ز کال په مې میاشت کې له تحریک طالبان پاکستانه جلا شوې وه او ویلي یې ول چې له شمالي وزیرستان څخه به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

ملا فضل الله د تحریک طالبان پاکستان مشر دی.

د طالبانو خان سید ډلې یوه مشر له نامعلوم ځای څخه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل چې اعظم طارق په بمبارۍ کې وژل شوی دی. ده زیاته کړه چې ژر به په همدې نوم د ډلې نوی ویاند وټاکي.

هلته د پکتیکا والي ویاند نبي الله پیر خېل د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې بمباري ((ګډو افغان ځواکونو)) کړې ده.

ده وویل، له ((لومړنیو معلوماتو)) سره سم، په دې بمبارۍ کې ((د القاعدې او حقاني شبکې ۱۱ وسله وال وژل شوي .))

ده وویل، ((د پکتیکا ولایت د بېرمل ولسوالۍ د ډیورند فرضي کرښې په صفري نقطه کې د منګړیتي په سیمه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوايي برید کې ۱۱ نفر وسله وال مخالفین وژل شوي دي، زموږ د کشفي ارګانونو د مالوماتو له مخې ویل کېږي چې په دغه وژل شویو کې د القاعده شبکې او حقاني شبکې درې تنه مشهور قوماندانان هم شامل دي، خو پر دې باندې کشفي ارګانونه کار کوي چې په ډاګه کړي چې پدې مشهورو قوماندانانو کې څوک دي.))

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل نو د سیمې ګڼ اوسېدونکي خوست، پکتیا او پکتیکا ته په کډه شول.

XS
SM
MD
LG