رستم شا مومند: د افغان کډوالو ځورول دې بند شي
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر او د خېبر پښتونخوا د حکومت لخوا ټاکل شوی د کډوالو د یوې کمیټۍ مشر رستم شا مومند وايي، په پاکستان کې اوسیدونکي ټول افغان کډوال قانوني دي، هېڅوک د دوی د ځورولو حق نه لري. نوموړي مشال راډیو ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې افغان کډوال د پاکستان په اقتصادي پياوړتیا کې رول لوبوي او هېچا ته ترې تاوان نه رسیږي نو د دوی ځورول او په زوره ویستل دې بند کړل شي. د مشال همکار خالدخان د رستم شا مومند سره په مشال مرکه خپرونه کې خبرې کړې دي.
برخې
-
نومبر ۲۸, ۲۰۲۴
اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي
-
نومبر ۰۸, ۲۰۲۴
منصور مسيد وايي په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ خپل وجوهات دي
-
اکتوبر ۲۰, ۲۰۲۴
ډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده