د لاسرسي ځای

تازه خبر

"یوازې د پاناما اسنادو نه؛ د افغان جهاد په نوم د درغلیو پلټنې دې هم وشي"


مردان - د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، د وزیراعظم نواز شریف د استعفا په حق کې نه دی.

دی وايي، ګوند یې تر هغو له وزیراعظمه د استعفا غوښتنه نه کوي چې هغه په رسمي توګه په درغلۍ کې په ککړتیا تورن شوی نه وي.

اسفندیار ولي خان د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په مردان کې د ګوند تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، د دوی ګوند به د وزیراعظم نواز شریف ضد د هېڅ تحریک برخه نه جوړېږي.

نوموړي دا خبرې د پاناما اسنادو په تناظر کې پر وزیراعظم د اپوزیشن ځېنو ګوندونو له خوا د تورونو او د هغو تورونو سپیناوي په اړه وکړې.

اسفندیار ولي خان وویل، د ((افغان جهاد په نوم د شوې درغلۍ پلټنې هم باید وشي.))

ده وویل، عوامي نیشنل ګوند غواړي چې یوازې د وزیراعظم او د هغه کورنۍ نه، بلکې د هغو ټولو خلکو په اړه دې، ((بې له توپیره، پلټنې وشي چې په ټاپو وزمه هېوادونو کې یې شرکتونه یا کمپنۍ جوړې کړې وې.))

اسفندیار خان د تحریک انصاف پر مشر عمران خان انتقاد وکړ او ویې ویل چې د هغه ((منطق عجیب دی.))

ده وویل، عمران خان وايي، که د بل چا اف شور (یا په ټاپو وزمه هېواد کې) کمپنۍ وموندل شي نو هغه ((غل)) دی خو که د ده د ((خپلو شرکتونه وموندل شي نو بیا هر څه سم دي.))

د پاناما اسنادو په ډاګه کېدو له کبله په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو پر وزیراعظم سیاسي فشار راوست.

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان وفاقي حکومت او اپوزیشن په قامي اسمبلۍ کې د پاناما اسنادو په تړاو د تورونو پلټنو لپاره یوه پارلېماني کمېټي منظوره کړه.

XS
SM
MD
LG