د لاسرسي ځای

تازه خبر

اداري فساد، افغانستان او د ډېوېډ کیمرون څرګندونې


پراګ - څو ورځې مخکې د برتانیا وزیراعظم ډېوېډ کیمرون د هغه هېواد ملکې اېلېزبېت ۹۰مې کلیزې په غونډه کې وویل، نایجېریا او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې ((زښته زیاته یا بېسارې درغلي)) کېږي.

د دې بیان ویډیو له خپرېدو سره په افغانستان کې پوهانو، سیاستوالانو، لیکوالانو او فعالانو سخت غبرګونونه وښودل.

له تېرو څه د پاسه ۱۰ کلونو راهیسې د شفافیت نړیواله اداره په خپل هر کلني رپورټ کې وايي چې په افغانستان کې اداري فساد زیات دی، نو پوښتنه دا ده چې پر دې واقعیتونو سربېره د ډېوېډ کیمرون څرګندونو افغانان ولې غصه کړل؟ همداراز، د افغانستان اداري فساد په اړه د برتانیې وزیراعظم ډېوېډ کیمرون وروستۍ څرګندونې څنګه ارزولای شو؟ ولې د افغانستان سیاستوالانو، فعالانو او پوهانو د برتانیې وزیراعظم څرګندونو سخت غبرګون وښود؟ د ډېوېډ کیمرون خبرې د ډېپلوماسۍ او نړیوال سیاست له پلوه څه معنا لري؟ د افغانستان مشران او پوهان د شفافیت نړیوالې ادارې کلني رپورټونو ته ولې سخت غبرګون نه ښيي؟ هغو رپورټونو ته په کتو، ایا دا واقعیت نه دی چې په افغانستان کې اداري فساد زیات دی؟ ایا افغان حکومت د درغلۍ ضد مبارزې په لړ کې د پام وړ اقدامات کړي او یا یې کوي؟ ایا په دې لړ کې سیاسي اراده شته؟

دا او نورې پوښتنې مو د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې څېړلې دي.

په خپرونه کې د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځي استاد نصر الله ستانکزی، په کابل کې سیاسي چارو پوه او خبریال اباسین بریال او د ټولنیزو او سیاسي چارو شنونکی خوشال خلیل زموږ مېلمانه دي.

د دوی نظرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

اداري فساد، افغانستان او د ډېوېډ کیمرون څرګندونې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG