د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو کورنیو غړي پر درې ورځنۍ لوږه کښېنستل


کوټه: د ورکو بلوڅانو کورنیو غړي پر درې ورځنۍ لوږه کښېنستل.
کوټه: د ورکو بلوڅانو کورنیو غړي پر درې ورځنۍ لوږه کښېنستل.

په بلوچستان کې د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ اوچتوونکي سازمان مشر او د ورکو بلوڅانو د کورنيو غړیو په کوټه ښار کې له هغه وروسته پر درې ورځنۍ لوږه کښېنستل چې د کلات سيمې په عملياتو کې د وژل شویو شاوخوا ۳۰ تنو مړي د کوټې سرکاري روغتون ته یووړل شول. دوى وايي دا د ورکو بلوڅانو مړي دي، خو د پېژندلو نه دي.

د کوټې سرکاري روغتون ته د شنبې په ورځ د شاوخوا دېرشو تنو مړي وړل شوي چې د کورنیو چارو وزير مير سرفراز بګټي په وينا د کلات په جوهان سيمه کې د پلټنې په عملياتو کې وژل شوي وو، خو د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ اوچتوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ وايي، په اوسنيو عملياتو کې د وسله والو وژل کېدو تشې دعوې کېږي، د نوموړي په خبره، دا په اصل کې ورک بلوڅان دي چې دوى يې د عملياتو په پلمه مړي و غورځوي او رسنيو ته ووايي چې وسله وال بلوڅان یې په عملياتو کې وژلي دي.

ښاغلي بلوڅ زیاته کړه:

"په بلوچستان کې هره ورځ خراب شوي مړي غورځول کېږي، خو حکومت ادعا کوي چې دا د خپلواکۍ غوښتونکيو مړي دي چې په عملياتو کې د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي، خو په بلوچستان کې چې څومره عمليات هم شوي او خلک په کې وژل شوي دي، مړي يې ورک بلوڅان پېژندل شوي دي.

د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ اوچتوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ د يکشنبې په ورځ د ورکو بلوڅانو د کورنيو له غړیو سره په دې اړه د کوټې پرېس کلب څنګ ته د درې ورځنۍ لوږې ناسته پيل کړې ده:

"زموږ د دې احتجاجي کېمپ مقصد دا دى چې له بلوچستانه امنيتي ادارو زموږ خلک په جبري ډول وړي دي، هغوى له څو کلونو ورک دي خو نه خوشې کېږي، نه په حکومتي او نه په عدالتي کچه د هغوى د خلاصون لپاره عملي ګامونه اخيستل کېږي."

د لوږې درې ورځنۍ ناستې په لومړۍ ورځ په احتجاجي کېمپ کې یو څو کم عمره بلوڅې نجونه هم شاملې دي چې د خپلو کورنيو د ورکو کسانو لپاره پر احتجاج دي.

په دوى کې يوه هم بي بي ناديه ده چې وايي، نيکه يې علي اصغر بنګلزى له ډېرو کلونو راهيسې په ناڅرګند ډول تريتم دى:

"زه د خپل نيکه د خلاصون لپاره په لوږه ناسته يم، ۱۴ کاله کېږي چې هغه په جبري ډول تښتول شوى دى، زه د انصاف له نړيوالو ادارو غواړم چې زما د نيکه او نورو ورکو بلوڅانو د خلاصون په برخه کې خپل کردار تر سره کړي."

د بلوچستان صوبايي حکومت وياند انوارالحق کاکړ د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ اوچتوونکيسازمان د مشر هغه ادعا ردوي چې ګواکې امنيتي ادارو یې په عملياتو کې بې ګناه خلک يا ورک بلوڅان وژلي وي. دی وايي، د دوى کسان د خپلواکۍ غوښتونکيو په کېمپونو کې وسله وال فعاليت کوي، خو چې و وژل شي دوى وايي، دا د دوى ورک کسان ول.

د يادونې وړ ده چې د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ اووچتوونکي سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ او د يوه ورک ځوان ذاکر مجيد بلوڅ، خور فرزانه مجيد له تېرو پينځو شپږو کلونو راهيسې د کوټې او کراچۍ د پرېس کلبونو مخې ته پرله پسې د لوږې ناسته وکړلې، خو دا مهال هغوى په امریکا کې په نړيواله کچه د ورکو بلوڅانو لپاره ږغ اوچتوي او سازمان يې له څو مياشتني ځنډ وروسته يو ځل بيا د لوږې ناسته پیل کړې.

XS
SM
MD
LG