د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کريکټ د ملي ټیملوبغاړي د ننګرهار ولایتي ادارې په بلنه جلال اباد ته تللي ول چې پر دولتي چارواکو سربېره په زرګونو ننګرهار مېشتو ځوانانو او د کريکټ مینه والو یې دروند هرکلی وکړ.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د ننګرهار ميشتو ولسونو په استازيتوب د کريکټ ملي لوبډلې ته د ښه راغلاست تر څنګ په ستاینه کې وويل: (( د کریکټ ټيم په نړۍ کې د افغانستان بیرغ ورپاوه. په نړۍ کې يې د افغانستان ملي سرود وغږاوه، نړۍ ته يې ستاسو ملي ژبه وروپېژندله، نو په دغه شان احساسات ښه راغلاست د دې اتلانو حق دی.))
د افغانستان کريکټ بورډ مشر نسيم الله دانش وويل، که ننګرهار د کريکټ ملي ټيم ته لوبغاړي ورکړي، نو کريکټ بورډ هم د کريکټ د پياوړتيا په برخه کې ختيځ زون ته پام ور اړولی دی.
(( کریکټ د افغانستان ستر ویاړ دی او د دې ویاړ مهمه سرچينه ننګرهار دی. د کريکټ ستر اتلان همدې سيمې موږ ته روزلي او راکړي دي، خو د افغانستان کريکټ بورډ ادارې هم دغې سيمې ته پوره پام کړی دی.))
د کريکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان نوروز منګل مشال راډيو سره په خبرو کې د ننګرهار مېشتو هرکلی وستایلی.
((ډېر وخت پس يو ځل بیا ننګرهار ته دعوت شوو، د خلکو مينه مو وليدله، زاړه وختونه يې رایاد کړل، دې ځل لا مينه وال زیات شوي چې موږ د دوی د مینې ډېره ډېره مننه کوم او ګلونو ماشومانو چې کومه ترانه وويله، یقیناً چې زموږ احساسات يې راژوندي کړل.))
سره له دې چې د ننګرهار په امان الله خان ښارګوټي کې په نړيوالو معیارونو د کريکټ لوبغالي جوړ شوی خو د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان د بهسودو پله څيرمه ۲۵ جريبه ځمکه د کريکټ د لوبغالي لپارهونوموله چې د کريکټ بورډ د چارواکو په وینا په دغه ځمکه به په نړيوالو معیارونو د کريکټ لوبغالی جوړوي.