د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او سعودي عرب پر څلورو کسانو او دوو ډلو بندیزونه لګولي

واشنګټن - سعودي عرب او امریکا په پاکستان او افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د مالي سرچینو پیدا کولو مخنیوي په موخه ګډ بندیزونه اعلان کړل.

د پنجشنبې د شپې له تازه بندیزونو سره سم، څلور کسان او دوه ډلې د امریکا مالیې وزارت د نړیوالو ترهګرو په لېسټ کې ورشامل کړل شوي دي.

په دې کې جېمز الېکساندر مکلېن ټاک او په پاکستان کې د نوموړي الرحمه خیریه سازمان شامل دي.

د امریکا مالیې وزارت وايي، الرحمه د القاعدې، طالبانو، لشکر طیبه او نورو پاکستانیو او افغان سختدریځه ډلو یوه وسیله ده چې د یتیمانو د مرستو په نوم او بڼه فعالیت کوي.

وزارت وايي، مکلېن ټاک یو سکاټلینډی دی چې د طالبانو خواخوږی شو.

د ده په اړه شک کېږي چې له برتانیا او د خلیج له هېوادونو یې د یتیمانو په نوم پیسې غونډې کړې دي او بیا یې یاغیانو ته ورکړې دي.

په پېښور کې پر یوه کس عبدالعزیز نورستاني او د جامعه اثریه په نوم پر یوې مدرسې، په کراچۍ کې پر نوید قمر او په سعودي عرب کې پر محمد اعجاز سفارش هم بندیزونه لګول شوي.

پر سفارش تور دی چې ده د لشکر طیبه کسانو لپاره سفري کاغذونه برابرول او هغې ته یې د پیسو استولو انتظام کاوه.

  • انځور سایز

    پامیر ساحل

    پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG