د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: درې ديني مدرسې د مشکوکو فعاليتونو په تور تړل شوې


د دوشنبې په شپه د کوټې پوليسو د ښار په ختيځه برخه کې هغه درې ديني مدرسې و تړلې او د هغوى فعاليت يې بند کړ، چې ورباندې د مشکوکو فعاليتونو ګومان کېده.

په کوټه کې پوليسو درې ديني مدرسې د مشکوکو فعاليتونو له امله تړلې دي او د دغو مدرسو څلور منتظمین يې د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي. په بلوچستان کې زرګونه ديني مدرسې ناراجسټر دي چې ځينې سياسي ګوندونه ورباندې مذهبي افراطيت ته د ودې ورکولو تور پورې کوي.

د بلوچستان د پوليسو له دفتره رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پوليسو د پلټنې څانګې په ختيځ څنګلار (باى پاس) سيمه کې د ترهګرۍ په ضد د ملي پلان له مخې درې مدرسې و تړلې، چې وايي په ظاهره يې ماشومانو ته ديني زدکړې ورکولې، خو وايي ورسره په څنګ کې يې مشکوک فعاليتونه کول.

پوليسو دغه مدرسې تړلې، شاوخوا سيمه يې محاصره کړې وه او کلک امنيت يې نيولى وو. په خبرپاڼه کې د دغو بندو شويو مدرسو نومونه هم ياد شوي، چې يوه «مدرسه حسينيه»، بله «مدرسه تعليم القرآن» او درېيمه «مدرسه ابوبکر صديق» نومېږي.

د پوليسو په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغو ديني مدرسو د پلټنې په عملياتو کې يې څلور تنه ديني عالمان هم د شک په توګه نيولي دي، چې قاري سيف الرحمن، صورت شاه، حبيب الله او قاري عبدالولي فاروقي نومېږي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره پوليسو په خپل توقيف کې ساتلي دي.

ځينې سرچېنې د بلوچستان د کورنيو چارو د دفتر د شمېر له مخې په دې صوبه کې د هغو ديني مدرسو شمېر ٣٠٠٠ ګڼي، چې د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ په مهال راجسټر شوې ده، خو زرګونه نورې مدرسې هم د دې صوبې په ټولو سيمو کې شته چې راجسټر نه دي او ځينې سياسي ګوندونه نيوکه کوي، چې وايي دغه مدرسې مذهبي افراطيت ته په وده ورکولو کې لوى لاس لري.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان په نورو صوبېونو خصوصاً پنجاب کې د ترهګرۍ په ضد د هغه ملي پلان په اساس- چې د پېښور تر پېښې وروسته جوړ شوى- د ديني مدرسو فعاليتونه تر څارنې لاندې نيول شوي، خو لومړى ځل دى چې پوليس په کوټه کې ديني مدرسې د مشکوکو فعاليتونو په تور بندوي او د هغوى منتظمین نيسي.

XS
SM
MD
LG