د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکی له چینايي ـ پانګې د ګوادر بندر ځلانده راتلونکې ویني


پاکستان ـــ ـــ د ګوادر بندر ادارې مشر دوستېن خان جمالدیني او د چین بهرنیو بندرونو لرونکي شرکت مشر ژان بوژانګ په بلوچستان کې د ګوادر بندر په باب یو سند لاسلیکوي.
پاکستان ـــ ـــ د ګوادر بندر ادارې مشر دوستېن خان جمالدیني او د چین بهرنیو بندرونو لرونکي شرکت مشر ژان بوژانګ په بلوچستان کې د ګوادر بندر په باب یو سند لاسلیکوي.

د ګوادر بندر تر ټولو جګپوړی چارواکی دوستېن جمالدیني د ماهیګرۍ بې وزله ښارګوټي لپاره یو ځلانده سباوون ویني، چې د چین هېواد په میلیاردونه ډالر پانګه به ښايي ګوادرد اقتصاد، انرژۍ او ټرانسپورټ په یوه ستر مرکز واړوي.

دمګړۍ ګوادر تش په نامه ښار دی. د پاکستان دغه بې ـــ وزله جنوبلوېديځ بندر ښارګوټي نزدې اتیا زره وګړي د عرب سمندرګي په شنو رڼو اوبو کې په ماهيګیرۍ (د ماهیانو ښکار) د ګوزارګۍ ژوند تېروي.د پاکستان، بلوچستان صوبې په دغه لیرې پرته برخه کې، هغوی چې له خپلې خاورې سره لا هم پیوند دي، د ماهیګرانو لپاره د رنګینو لرګینو بېړیو په جوړولو یا رغولو خپله شپه اړوي.

د ګوادر شګلنو کوڅو کې تر ډېره یو ــــ پوړیزه کورونه تر سترګو کېږي، خو د ننیو بندري ښارونو بڼه، ګڼې بهرنۍ ټولنې، برېښنده اسمانڅکې ودانۍ، پراخې لارې کوڅې، سترایېر ـــ کنډیشني سوداګریز مرکزونه(شاپنګ مالونه) لا هم تش د حکومتي ــــ پلانکارۍ په سندونه کې شتون لري.

د ګوادر بندر تر ټولو جګپوړی ولسي چارواکی د ماهیګرۍ بې وزله ښارګوټي لپاره یو ځلانده سباوون ویني، چې د چین هېواد په میلیاردونه ډالر پانګه به ښايي ګوادرد اقتصاد، انرژۍ او ټرانسپورټ په یوه ستر مرکز واړوي.

د ګوادر بندر ادارې مشر دوستېن خان جمالدیني، وايي، ښارګوټی یې د چینايي کړنلارې له مخې مهم مرکزي نښلوونکی دی چې په پاکستان کې د سړکونو او اورګاډي له لارې خپله لوېدیځ سینکیانک سیمه له منځني ختیځ او افریقا سره ونښلوي.

"ګوادر بندر د چین ـــــ پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د ملا تیر دی"، نوموړي د چین ۴۶میلیاردو ډالرو پانګې ته په کتو سره وویل چې دا به د هېواد په ټپه ولاړ اقتصاد بیا –وغوړوي. جمالدیني زیاته کړه، "دا د [چین لویدیځ ښار] کاشغر له عرب سمندرګي سره د نښلولو ترټولو مهمه نکته ده،".

ښاغلی دوستېن وايي، اسلام باد او بیجینګ د پاکستان ـــ چین اقتصادي راهدارۍ د ټولې پروژې پلان پر جوړولو دوه کاله وخت واخیست. د دې سترې اډانې (انفراسټرکچر) او اقتصادي پروژې پليکېدل به په پوړ په پوړ او تدریجي توګه د ګوادر بڼه واوړوي.

ده وویل،"چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ پلان نه یوازې سیمه خپلو کې سره نښلول دي بلکې له دې سره به سیمه ییز پرمختګ هم پیاوړی شي، "د پاکستان په لر و بر کې د صنعتي او سوداګریزه سیمو د چین لوېدیځې راهدارۍ سره نښلولو ته په اشاره نوموړي وویل، بیجینګ هڅې کوي چې لرغونې ورېښمینه لاره په اوسني دور کې بیا ــــ راوغوړي.

جمالدیني وايي، تمه لري چې په ګوادر کې د یوه لوی هوايي ډګر له جوړېدو او د ختیځ خلیج لویې لارې تعمیر، چې ختیځ پلو د پاکستان لوی صنعتي ښار کراچۍ به یې د ۵۰۰ کلومیټر په واټڼ له ښارګوټی ورسره ونښلوي. دی زیاتوي، د چینايي پانګې په سلګونه میلیون ډالر به په جنورۍ کې ورمات شي.

"د پاکستان تر ټولو لوی هوايي ډګر به په ګوادر کې وي. او ان اې۳۸۰ غټه الوتکه به پرې د کښېنستو جوګه وي،" نوموړي زیاته کړه، "دا به یوه لویه سیمه ییزه ټرانزیټي نکته وي. "

د اوس لپاره، ګوادر د پاکستان په بې وزله او شاته پاته صوبه [بلوچستان] کې د اوبو له سخت کمي سره مخامخ دی. د ښارګوټي ډېری وګړي د نلونو اوبه نه لري.لکه د نور پاکستان غوندې، دلته هم د برېښنا او ګېس رسد بیا بیا پرېکېږي. دلته د روغتیاپالنې (صحي اسانیتاوې) او زدکړو کچه د نیمه ــــ دښتې افریقا (نیمه ــــصحرايي افریقا) غوندې، په نړۍ کې له خرابترینو هغو څخه ده.

خو جمالدیني وايي، پلان لري، چې برېښناکوټونه (بجليګرونه) جوړ کړي او د ښارګوټي انرژۍ غوښتنه له ایرانه د بجلۍ او ګېس په راوستلو پوره کړي. تمه ده له ښار سره جوخت نوی ډېم به د اوبو رسد بې له درېدو پوره کړي.

د ګوادر اوسېدونکو او د نور بلوچستان تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې د ګوادر ښار ستره پروژه به له نوره هېواده ګڼ هنري او مسلکي خلک ورمات کړي چې په دې سره به د ښارګوټي خپل ځايي بې وزله وګړي له ورکېدو سره مخامخ شي.

خو جمالدیني وايي، په لنډه موده تمه نه لري چې له نور پاکستانه به په لوی شمېر کې سوداګر، حکومتي چارواکي، یا کارګران و ګوادر ښارګوټي ته وروبهېږي. دی زیاتوي، حکومت په اوږده مهال کې د دغه ممکنه حالاتو مخنیوي لپاره پلان لري.

"موږ هرچا ته هرکلی وايو، خو موږ دې ته هم ګورو چې د نورو برخو په څېر د ښارونو ځايي وګړو د حقونو او وګړشمېرنې توله بې انډوله نشي. "ده وویل، "د نړۍ په هره برخه کې ځايي او لږکي ورته اندېښنې لري. ګوادر په یوه شپه د ۱۵ــــ۲۰ میلیونو وګړو یو ستر ښار نشي جوړېدای. موږ ته یوه ډېره اوږده لاره پرته ده. "

جمالدیني د ګوادر نسبي امنیت یو ښه زېری ګڼي. دی وايي د ښارګوټي جرمونو شرح په پاکستان کې تر ټولو ټیټه ده.

خو په بلوچستان کې د ګوادر ګاونډیو ضلعو کې، په زرګونه ولسي وګړي، پوځیان او بلوڅ بېلتوپالي جنګیالي له ۲۰۰۴م کال راهیسې بېلتونپالي بغاوت کې وژل شوي دي.

پاکستان لومړی په ۲۰۰۰م کال د ګوادر بندر جوړولو کار پیل کړ. د چین په نژدې ۱۵۰ میلیون ډالر پانګونې، ګوادر اوس یو ژور سمندري بندر لري، خو د پانګوالو او کاروباریانو راماتولو لپاره لا هم وخت پاته دی ځکه دغه بندر له مځکنیو بندرونو او منډیو سره لا هم نه دی نښلول شوی.

له دې سربېره، له ۲۰۰۴م کال راهیسې کله نا کله پر چینايي کارګرانو او پاکستانیو امنیتي ځواکونو د بریدونو له کبله، بلوڅ بېلتونپالو ګوادر ته په پراخه پیمانه د ورکډه کېدو مخه ونیوله.

اسلام اباد د غټو پوسټرونو په مټ چې پکې لوی شانداره هوټلونه، سېلاني سمندرغاړه او شتمنو ښاري سیمو په ښودلو له ګوادر سره تړلي خپل امیدونه ژوندي ساتي.

پاکستان په لسیزو کې دننه ګوادر له دبۍ سره په سیالۍ کې راوستل غواړي خو حقیت دا دی چې د دغه ښار یوازنی پنځه –ستوریزه هوټل خپلې دوه سوه کوټې په مېلمنو د ډکولو جوګه نه دی. د دبۍ غوندې سترې تعیمراتي سیمې ـــ ـــ د ګوادر په هېڅ برخه کې نه ترسترګو کېږي.

په اوسمهال کې، په پاکستان کې یو څو تنه به زړه وکړي چې ګوادر به څنګه په سیمه کې د ایران، بحرېن، عمان، قطر او متحده عرب اماراتو غوندې هېوادونو سره سیالي وکړي چې د خپلو بندرونو او ساحلي ښارونو د کاروباري کامیابۍ لپاره یې په میلیاردونه ډالر پانګه لګولې ده.

خو جمالدیني د ښار راتلونکې ته هېله من دی. د چین اړتیاوې او ضروتونو پوره کولو سربېره به ګوادر د افغانستان او په وچه کې ګېر په ګاونډ کې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره هم غوره بندر وي ځکه سمندر ته درسېدو لپاره دا ورته تر ټولو لنډه لاره پرېوځي.

خو نوموړي په یادګېرنه سره وویل، د ده په خبره، "د دې راتلونکې زموږ پر اوږد ــــ مهالو دایمي پلانونو او تګلارو ولاړ دی. "

یادګېرنه: د راپور وړاندې د مشال راډيو پر انګلیسي وبپاڼه هم خپور شوی وو. دلته یې ولولئ.

http://gandhara.rferl.org/content/pakistan-dreams-for-gwadar-port/27426969.html

راپور جوړونکي: ابوبکر صدیق او قاسم خان مندوخېل

XS
SM
MD
LG