حبیبیار د انځورونو له لارې نړۍ ښيي چې پښتانه سوله ییز خلک دي
د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په نننۍ خپرونه کې مو د جلال اباد له انځورګر او عکاس عبدالرب حبیبیار سره خبرې کړې دي چې په دې وروستیو کې یې د اسټریا (اتریش) په پلازمېنه ویانا کې د اسیايي هېوادونو په استازیتوب په پروګرامونو کې برخه واخیسته. له نوموړي سره خبرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.