د پاکستان او ترکيې د ديني مدرسو تر منځ توپير
((مدرسې په اوسني عصر کې)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ځانګړو پروګرامونو په دې لړۍ کې دا ځل د پاکستان او ترکيې هيواد د ديني مدرسو پرتليز جاج اخيستل شوی دی. که څه هم په پاکستان کې د دې هيواد له جوړېدو سره سم مدرسې جوړې شوې چې اوس يې شمېر لسګونه زره دی، خو په ترکيه کې سلګونه کلونه وړاندې د عثماني خلافت په دور کې مدرسې فعاله وې چې وروسته وتړل شوې. دا چې اوس د دواړو هيوادونو د ديني درسونو د مرکزونو د نظام، نصاب او زده کوونکو او ښوونکو تر منځ څه توپير دی؟ په روانه خپرونه کې همدې موضوع ته کتنه شوې ده. دا خپرونه ستاسو لپاره احمدشاه اعظمي جوړه کړې ده. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
اکتوبر ۲۰, ۲۰۱۵
په پاکستانیو مدرسو کې اصلاحات
-
اکتوبر ۱۴, ۲۰۱۵
د مصر د الازهر پوهنتون او پاکستانيو مدرسو پرتليز جاج
-
سپټمبر ۲۹, ۲۰۱۵
پر سياست او حکومت د پاکستانۍ مدرسو اغېز
-
سپټمبر ۲۲, ۲۰۱۵
پاکستانۍ مدرسې او فرقه واريت
-
سپټمبر ۰۹, ۲۰۱۵
آيا پاکستانۍ مدرسې طالبان سختدريځۍ او تشدد ته هڅوي؟
-
جولای ۱۴, ۲۰۱۵
له پاکستانۍ مدرسو سره څوک مالي مرستې کوي؟