د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د سولې نړیواله ورځ لمانځل کېږي


اسلام اباد - د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون په نړۍ کې پر ټولو وسله والو غږ (ږغ) کړی دی چې د اوربند نړیوالو تړونونو درناوی دې وکړي او له وژنو او ورانیو دې لاس واخلي چې په نړۍ کې د تلپاتې سولې لپاره لار هواره شي.

نوموړي دا څرګندونې د سولې یا امن نړیوالې ورځې په مناسب کړې دي چې له ۱۹۸۲ز کال راهیسې هر کال د سېپټېمبر پر ۲۱مه لمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو په ۱۹۸۱ز کال کې د سولې نړیوالې ورځې قرارداد یا هوکړه لیک منظور کړی وو.

د سولې نړیواله ورځ پر داسې مهال لمانځل کېږي چې افغانستان له څو لسیزو او د پاکستان پښتون مېشته او نورې سیمې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د ناامنۍ ښکار دي.

د دې ناامنۍ څه لاملونه دي او د سولې ټینګښت لپاره څه کېدای شي؟ د دې پوښتنو په ځواب کې د پاکستان قانوني چارو پوه او فعال شهاب الدین خټک وايي، نړیوال ځواکونه پر طبیعي یا قدرتي زېرمو او سرچینو او پر منډیانو یا بازارونو د زیات واک او نفوذ لپاره جدوجهد او جنګ کوي.

((زموږ پر خاوره له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې یوه داسې جګړه روانه ده چې د هغې لپاره زموږ خلک ذمه وار نه دي خو حکمرانان یې په ځانګړي ډول پړ دي.))

بلې خوا ته د بشري حقونو فعال عصمت وزیر وايي، یو خوا خو په پاکستان کې حکومتونه ولس ته خدمات نه رسوي، تعلیم نشته او بل عدالتي نظام ډېر کمزوری او له نیمګړتیاو ډک دی نو دا هغه څه دي چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي لامل ګرځي.

شنونکي وايي، د پاکستان حکومت باید خپلې تګلارې سمې کړي، ولس ته خدمات ورسوي او د ناپوهۍ او بې کارۍ ختمولو لپاره کار وکړي چې د ناامنۍ مخنیوی شونی شي.

XS
SM
MD
LG