د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې د سوات د تاریخ په تناظر کې د دې پوښتنې ځواب مالوموو چې پښتانه په خپل تاریخ او ټولنیز ژوند کې ایا جمهوري ارزښتونه لري او که لري یې نو په څه شکل یې لیدلای شو.
تاسې به د سوات ریاست له مثال سره واورئ چې په څه ډول وړې وړې جرګې وروسته په لویو جرګو او بیا د یوه نظام او ریاست په بنیاد کښېښودو کې بریالۍ شوې. تاسې به دا هم واورئ چې د پښتنو نورو سیمو جرګې ایا جمهوري وې او که نه؟
په خپرونه کې د سوات جهانزېب کالج تاریخ څانګې استاد خورشید خان او د پښتو اکاډمۍ پخوانی مشر ډاکتر پروېز مهجور خېشکی مېلمانه دي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
پامیر ساحل
پامیر ساحل د ۲۰۱۰ز کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۶ز کال د مارچ تر پایه له مشال راډيو سره د کار پر مهال د افغانستان، پاکستان، سیمې او نړۍ پر سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو چارو خبریالي کړې ده.