د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اخوندزاده چټان زوی تښتول شوی دی


قبایلي مشر او د پاکستان د پارلیمان پخوانی غړی اخوندزاده چټان
قبایلي مشر او د پاکستان د پارلیمان پخوانی غړی اخوندزاده چټان

راپورونه وايي په باجوړ کې د پپيلز پارټۍ د مشر، د فاټا سياسي اتحاد صدر او د پارليمنټ د پخواني غړي اخونزاده چټان زوی سکول ته د تګ پر مهال تښتول شوی دی.

د اخونزاده چټان ورور بخت زاده خان نن مشال راډيو ته وویل چې وراره یې ، حسين شاه په خار کې د دوی د کور له مخې تښتول شوی دی. حسین شا دولس کلن دی او په سیمه کې په ګورنر ماډل سکول په نوم په یو ښونځي کې زدکړې کوي. بخت زاده خان مشال راډیو ته وویل :

« وراره مې سهار په اوو بجو ، د کور له دروازې نه تښتول شوی دی. هغه د سکول بس ته په انتظار و چې نا معلومه کسانو وتښتولو. »

نوموړی وايي دوی چا سره دښمني نه لري او معلومه نه ده چې د دغه ماشوم د تښتولو تر شا څه وجوهات دي ؟

بل پلو ، امنيتي چارواکي بیا وايي چې دوی د حسين شاه د موندلو لپاره په خار سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. د باجوړ د لیویز ځواک میجر رحمت ګل مشال راډیو ته وویل :

« د ایف سي او لیویز ځواکونو په شریکه تالاشیانې شروع دي، حکومت خپلې هڅې جاري ساتي څو زر تر زره دغه ماشوم د تښتونکیو نه راخلاص کړي. »

تر اوسه چا د اخوندزاده چټان د زوی د تښتولو پړه قبوله کړې نه ده.

XS
SM
MD
LG