د اباسین پر غاړه لرغونی هنډ ښار
د اباسین پهر غاړه دغه ویجاړ او وران ښار هنډ د ګندهارا درېیمه پلازمینه او د خپل وخت صنعتي او کاروباري ښار وو. سکندر اعظم چې کله په ۳۲۶ زېږ وړاندې کال کې تر اباسین پورې وتو نو هم دلته یې پړاو اچولی وو، او د اباسین پر غاړه یې ښکار هم کړی وو. دغه شان د ا ښار د هندو شاهي دویم مرکز وو او بیا چې کله سلطان محمود غزنوي و راجه نندپال ته ماتې ورکړه نو د اښار یې خپله ولکه کې واخیستو خو د شهاب الدین غوري په وخت کې دې ښار ته ډیر نقصان ورسېدو. د مغل باچا بابر په وخت کې دا یو وران ښار و او هغه هم دلته د ګېنډو او ځنګلي مېښو ښکار کړی وو. بیا اکبر با چا د لته یوه لویه کلا جوړه کړه چې نن یې هم اثار ترسترګو کېږي. د خېبر پښتونخوا د لرغوني آثارو محکمې دلته په ۲۰۱۰ م کال یو موزیم جوړ کړی دی او په هنډ کې د اکبر باچا د کلا نړېدلي دېوالونو بیا رغونې کار یې پیل کړی دی.
برخې
-
جون ۰۲, ۲۰۱۵
لرغونی پېښور په تاریخ پاڼه کې
-
جون ۰۲, ۲۰۱۵
لوغونې اټک کلا په تاریخ پاڼه کې
-
جون ۰۲, ۲۰۱۵
د قیصه خوانۍ لرغونی بازار په تاریخ پاڼه کې
-
اپرېل ۰۶, ۲۰۱۵
د تاریخ پاڼه / اوډيګرام سوات
-
مارچ ۲۶, ۲۰۱۵
د مردان په شهباز ګړۍ لرغونی په تاریخ پاڼه کې
-
مارچ ۲۶, ۲۰۱۵
د بنو لرغونی اکره په تاریخ پاڼه کې