له شمالي وزیرستانه د بې کوره شوو خلکو ستونزې
د قبایلي سیمو لپاره د قدرتي افتونو منظومولو ادارې «اېف ډی اېم اې» مشر ارشد خان د مشال راډيو کرښې پر غاړه خپرونه کې زموږ له همکار مجید بابر سره په خبرو کې وویل چې تر بېګا شپې پورې له شمالي وزیرستانه نژدې ۴۵ زره خلکو خپلې کډې اېستلې دي. د ده په خبرو د کډوالو لپاره یې په د بنو په نیمه قبایلي سیمه بکه خېلو کې یو کېمپ جوړ کړی خو کډې لا نه دې ورته راغلې. خو کډوال وايي په دغه کېمپ کې هېڅ اسانتیاوې نشته. د کرښې پر غاړه پر دې ستونزه خبرې کوو. چې مېلمانه یې د شمالي وزیرستان د لویې جرګې مشر حاجي شېر محمد خان، د شمالي وزیرستان خبریال احسان داوړ او له میرلي بې کوره شوی یو کډوال طارق خان. کوربه مجید بابر
برخې
-
فبروري ۲۵, ۲۰۲۵د تورخم لاره د تیرې اونۍ راهیسې تړلی پرته ده
-
فبروري ۱۱, ۲۰۲۵پښتونخوا کې د امن جرګو سربیره ولې امنیت خراب دی؟
-
جنوري ۲۱, ۲۰۲۵څېړونکي وايي د باچاخان فکر د پښتنو د وطن بحران هوارولی شي
-
جنوري ۰۷, ۲۰۲۵د سولي پر تړون سربېره کورمه ولې له ناکرارۍ سره مخامخ ده
-
دسمبر ۱۷, ۲۰۲۴پر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي راپور ولې نه په ډاګه کېږي؟