فاټا او ټولټاکنې: جنوبي وزیرستان 41 مه حلقه
د روان کال پر ۱۱م مې په ټول پاکستان کې ټولټاکنې یا عام انتخابات کېدونکي دي، چې سږکال په کې د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی. په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو د اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي. د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ د ۴۱مې حلقې لپاره ولاړ ازاد امیدواران بادشاهي خان مسید، محمد ګلاب وزیر کاکاخېل، حضرت نور مسید او د عوامي نېشنل پارټۍ امېدوار محمد آیاز وزیر رابللي دي. د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.