د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستر خوشحال خان خټک د اتلانو خپرونې لومړۍ برخه


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د اتلانو اونیزه خپرونه لیکنه قاسم خان مندوخیل پراګ اتل چې په عربي کې ورته قهرمان په انګلیسي کې هیرو او هندي کې ویر ویل کېږي یو داسې کس وي چې له عامو وګړو جلا شخصیت ولري. یو شاعر په خپل شعر کې اتل کس داسې انځوروي. جو دانه قدرې یو لعل پکې پیدا شي دغه نور واړه د تورو کاڼو غر دی. اتلان د نبوغ او عبقریت لرونکي کسان وي چې د انګلیسي په یوه متل کې دغه ډول بیان شوی دی. Genius is 99% perspiration and one % aspiration مانا دا چې نابغه په سلو کې ۹۹ زیار او محنت دی او یو په سلو کې الهام دی. اتل او نابغه په دې مانا چې د خپل قام او ملت د رهبرۍ خصلت او استعداد ولري.په اصولو ټینګ ولاړ وي خو په زړه نرم وي.هوډمن وي او خپل ژوند او مسلک کې د نورو لپاره د کامیابۍ یوه نمونه او څلی وي.لکه د ستر خوشحال خټک په شعر کې چې بیان شوی دی. چې د ستار تړي هزار دي د دستاتر سړي په شمار دي او خپله ستر خوشحال خان خټک هم یو له هغه نابغه انسانانو څخه وو چې د پښتون افغان په تاریخ کې یې ساری ډېر په مشکل سره موندل کېږي. د مشال ریډیو د اتلانو اونیزه خپرونه له ستر خوشحال خټک څخه پیلوو چې نه یوازې د ادبي ډګر یو ځلانده سوری دی بلکه د ننګ ازانګې یې خپله په دغه شعر کې اورېدلای شی. د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم خو شحال خټک یو داسې هر اړخیز شخصیت وو چې د ژوند ګڼې برخې یې په یوه نه بله بڼه څکلې وې. د اتلانو اونیز پروګرام جوړونکی بشیر ګواښ دی چې لومړی هغه یې له سترخوشحال خټک څخه پېلېږي.

XS
SM
MD
LG