د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمهوریت (د انتخاباتو د دویم پړاو امنیت او د خلکو ګډون)


د شنبې یا خالي ورځ د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو ورځ ده. د لومړي پړاو له نتیجو سره سم، ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزی دا ځل له یو بل سره په سیالۍ کې دي.

د شنبې یا خالي ورځ د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو ورځ ده. د لومړي پړاو له نتیجو سره سم، ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزی دا ځل له یو بل سره په سیالۍ کې دي.

د اپرېل پینځمې نېټې د ولسمشریزو انتخاباتو پرتله دا ځل چارواکي د امنیت اندېښنې څرګندوي او وايي، د وسله والو له خوا د اوړي عملیات روان دي او کېدای شي د نا امنۍ له کبله په ځینو ځایونو کې د رایې ورکونې پر عمل اغېز وشي.

خو له دې سره سره چارواکي دا ډاډ هم ورکوي چې د بریدونو د مخنیوي او د امنیت ټینګښت لپاره یې ګامونه اخیستي دي.

نو په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان د دویم پړاو انتخاباتو امنیت لپاره څنګه پلان جوړ شوی دی؟ په کندهار، زابل، روزګان او هېلمند کې د وسله والو څومره ګواښونه موجود دي او ایا امنیتي ادارې به د رایې ورکونې د مراکزو امنیت وساتل شي او که نه؟ په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ولې مهم دی؟

د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دویم پړاو کې به ایا زیاتې ښځې ګډون وکړي او که نه؟ ایا دا ځل هم د تېر په څېر افغانان پر امنیتي ګواښونو سربېره رایې ورکونې ته تیار دي او که څنګه؟

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG