'پښتونخوا د ترهګرۍ په یوه لوی سمندر اوښتې'
د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر او د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسېن وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې د پښتونخوا حکومت اوسنۍ ناکامې تګلارې د دوی صوبه د ترهګرۍ په یوه لوی سمندر بدله کړې. ښاغلی حسېن په پراګ ښار کې د مشال راډيو مرکزي څانګې ته راغلی او عبدالحي کاکړ ورسره مرکه کړې.