د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د خبريالې حسيبه شهيد دويم تلين دی


د مشال راډيو خبرياله حسيبه شهيد پوره دوه کاله وړاندې هم نن ورځ د مې پر ۱۷مه نېټه له دې نړۍ څخه د همېشه لپاره وکوچېدل.

د مشال راډيو خبرياله حسيبه شهيد پوره دوه کاله وړاندې هم نن ورځ د مې پر ۱۷مه نېټه له دې نړۍ څخه د همېشه لپاره وکوچېدل.


حسيبې څه کم دوه نيم کاله د چېک جمهوريت پلازمينه پراګ کې د مشال راډيو سره د پروډيوسرې په توګه دنده تر سره کوله چې همهلته د يوې ټرافيکي پيښې له امله په حق ورسېدل.

هغې د ژوند يوازې ۲۹ پسرلي وليدل او د ۲۰۱۲م کال د مې پر ۲۹ مه نيټه يې مړی د ننګرهار د خيوې ولسوالۍ د بازارک کلي په پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. هغه د يوې خبريالي سربېره يوه شاعره هم وه چې د خپل ژوند حالات او واقعات يې پخپلو شعرونو کې رانغاړل.

د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزيون رييس انجنير زلمي د حسيبې مړينه د ژورناليزم په ډګر کې يوه نه جبرانيدونکې ضايع وبلله.

« څومره چې حسيبه ما پيژنده، ډيره ښه ژورنالسته او ليکواله وه. کله چې به موږ د مشال راډيو له لارې، هغه اورېدله نو ادبي او ژورنالستيکه تنده به مو پرې ماتيدله. هغې د خبر ليکلو، خبر جوړولو او خبر ويلو ښه استعداد لرلو. په دغو ټولو ساحو کې يوه وتلې ژورنالسته وه. مړينه يې د ټول پښتون قام او ولس لپاره يوه ستره ضايع بولم.»

په کابل کې د ميوند راډيو ټلويزيون د خبري څانګې مشر شاه زلمی زلمی خپل تاثرات له مشال راډيو سره څه دا رنګه شريک کوي.

« حسيبې يوازې د ژورناليږم په برخه کې کار نه کولو، بلکې زموږ د ادب او هنر برخه هم پرې غني وه. هغې ډير ښه شعر هم وايه، او هغه ټول اخلاق او خويونو چې يو ښه ژورنالست يې بايد لري، په دې کې راټول وو. له دې نه علاوه هغې د خلکو سره ډير ښه برخورد کولو. په ځانګړې توګه له ژورنالستانو سره يې داسې برخورد کولو لکه د يوه خور او ورور تر منځ چې وي. د ژورناليزم په کور کې يې ځان ته خاص ځای جوړ کړی و.»

د ننګرهار پوهنتون استاد او خبريال ببرک مياخيل وايي چې حسيبې د ژورناليزم په ډګر کې د يوې ښې ژورنالسټې په توګه ځان تثبيت کړی و.

« حسيبه شهيد يوه ډيره ښه نطاقه او يوه ډيره ښه ژورنالسته وه. کله چې به ما د هغې ريپوټونه اوريدل، د يوې ښې ژورنالستې په توګه رامخته کيده. يو خو په پښتنو کې د ښځينه ژورنالستانو بيخي کمی دي او هغه نجونې چې دې ډګر ته راوتي ، يوه نيمه به په کې د حسيبې په څير وي. زه د يوه ژورناست په توګه د هغې کار ډير پياوړی ارزوم. »

د حسيبې شهيد خاوند هدايت الله سلطاني چې په پراګ کې له مشال راډيو سره کار کوي وايي، د هغې ضياع نه جبرانېدونکې ده او ياد به يې تل پاتې وي.
XS
SM
MD
LG