د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک محاکمه شو

د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک به نن بیا محاکمې ته ورشي.
څلور اتیا کلن مبارک لس میاشتي وروسته تر دې بیا محاکمه کیږي چې د مظاهرو پر مهال د سلګونو کسانو پر وژنه په عمري قید محکوم شو.


د دوه زره یولسم کال کې د عرب پسرلي د پاڅون پر مهال په مصر کې د مظاهرو په وخت یو شمیر کسان ووژل شول.

په جنوري کې د مصر سترې محکمې د مبارک د عمري قید د جزاء له بیا کتنې سره موافقه وکړه.
د حسني مبارک محاکمه به نن په قاهره کې د پولیسو په کاډیمي کې وشي، په هغه ځای کې چې یو وخت د مبارک په نوم یادیده.

مبارک ناروغ دی او په قاهره کې په پوځي روغتون کې بستر دی.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG