د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که شمالي کوریا برید کوي سخت ګوزار به وخوري"




د بریتانیا ورځپاڼې ګارډین په یوه مقاله کې راغلي جنوبي کوریا وايي، که شمالي کوریا د دوی په خاوره برید کوي نو دوی به پرې سمدستي جوابي حمله کوي.

ورځپاڼه لیکي تیره اونۍ شمالي کوریا دهړکه ورکړې وه چې دوی به د ملګرو ملتونو د لګول شويو بندیزونو په جواب کې په جنوبي کوریا او دهغه په اتحادي هېواد امریکا حمله کوي.

په شمالي کوریا دا بندیزونه د تېرې فرورۍ په میاشت کې د دې هېواد لخوا د ایټمي وسلو د یوې ازموینې نه پس لګول شوي ول.

له دې علاوه شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا په هغو ګډو پوځي مشقونو باندې هم قهریدلې ده چې د روانې میاشتې تر پایه به جاري وي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي د شمالي کوریا د دیرش کلن مشر کیم جون اون لخوا د دې ورستیو دهړکو په اړه ګمان کیږي چې په هېواد کې خپله واکمني مضبوطول او د امریکا نه امداد او سیاسي رعایت ترلاسه کول غواړي. خو ورځپاڼې ته د شمالي کوریا یو جګپوړي چارواکي د تېر اتوار په ورځ ویلي د ایټمي وسلو جوړولو کار به جاري ساتي او دا خبره یې رد کړې چې ګني هېواد یې په دې پلمه له امریکا مرستې او رعایتونه ترلاسه کول غواړي.
XS
SM
MD
LG