د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځو ته ولې په درنه سترګه نه کتل کېږي




دې انډيپېنډېنټ ورځپاڼه کې ليکواله بينا شاه ليکي په پاکستانې ټولنه کې ښځې ډير په ګرانه ځای مومي. ښځې د ټولنې د يو ښه راتلونکې هيله ده خو کله هم ورته په انساني سترګه نه کتل کېږي.


ورځپاڼه لیکي دا يو حديث دی چې د مور تر پښو لاندې جنت دی او له دې ښکاري چې په اسلامی کلتور کې ښځو ته څومره احترام دي.

همداراز د پيغمبر صله الله اعلی وسلم يو بل حديث دی چې يوه کس له پيغمبره پوښتنه وکړه چې د هغوی په اند څوک د ډير زيات احترام وړ دي نو محمد سله الله وعلی وسلم په ځواب کې شپږ ځله د مور نوم واخیستو او په اووم ځل يې د پلار...

ورځپاڼه ليکي خو دا يوه پوښتنه رامنځ ته کوي چې په اسلام او په پاکستان کې د ښځو څومره احترام کيږي. ولې په دي هيواد کې اورپکې ښځې په نښه کوي. د پاکستان پخوانۍ وزيراعظمه بينظر بوټو په ۲۰۰۷ کال ووژل شوه، د ۲۰۱۲ کال جولايي مياشت کې د يوه تکړه ښځنه کارکونکې فريده اپريدي سخت دريځو ووژله او هم دغه شان طالبانو ۱۵ کلنه ملاله يوسفزۍ سخته ژوبله کړه او طالبانو قسم کړی چې په مستقبل کې به خپل کار ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه ليکي چې پاکستاني اورپکې په دې خبره پوه دي چې ښځې دا توان لرلای شي چې دغه ټولنه له تيارو راوباسي خو د اورپکو لخوا د لوړ پوړو ښځو وژل او پر هغو نجونو بريد چې د تعليم لپاره مبارزه کوي، په ملک کې ښځې بيرته د کور دننه وساتي.
XS
SM
MD
LG