په مصر کې تر اتلسو ورځو احتجاج وروسته، بېګا د دې هېواد مرستیال ولسمشر عمر سلیمان اعلان وکړ چې ولسمشر حسني مبارک استعفا ورکړې ده. حسني مبارک تر ۳۰ کالونو د مصر ولسمشر وو. د نوموړي عمر ۸۲ کاله دی. د نوموړي تر استعفا وروسته د مصر په بېلا بېلو سیمو کې ولسي وګړي خوشالي کوي.
په مصر کې اوښتون- ولسمشر حسني مبارک استعفا ورکړه

۱
د مصر مرستیال ولسمشر عمر سلیمان ولس ته د وینا پر مهال وویل چې ولسمشر حسني مبارک واک د هېواد پوځ ته سپارلی دی.

۲
یو مصري بیرغ په لاس د قاهرې په التحریر څلور لاره کي له ټانک سره. پر بیرغ د جنورۍ ۲۵ مه لیکل شوې ده، دا نېټه په دې هېواد کې د ولسي پاڅون د پیل ورځ وه.

۳
د مصر یو پوځي د ټانک پر سر ولاړ په پلازمېنې قاهرې کې د دې هېواد د ملي ټبلي وېژن د ودانۍ ساتنه کوي. د ۲۰۱۱ز کال د فبرورۍ ۱۲ مه.

۴
د حکومت ضد مظاهرجیان د پلازمېنې قاهرې دننه د ولسمشریزې ماڼي د باندې راڼول شوي دي. د ۲۰۱۱ ز کال د قبرورۍ ۱۱ مه.