په مصر کې تر اتلسو ورځو احتجاج وروسته، بېګا د دې هېواد مرستیال ولسمشر عمر سلیمان اعلان وکړ چې ولسمشر حسني مبارک استعفا ورکړې ده. حسني مبارک تر ۳۰ کالونو د مصر ولسمشر وو. د نوموړي عمر ۸۲ کاله دی. د نوموړي تر استعفا وروسته د مصر په بېلا بېلو سیمو کې ولسي وګړي خوشالي کوي.
په مصر کې اوښتون- ولسمشر حسني مبارک استعفا ورکړه

۵
د حکومت ضد مظاهرجیان د پلازمېنې قاهرې دننه د ملي ټيلي وېژن د ودانۍد باندې راڼول شوي دي او خپل بوټان یې په لاسونو کې نیولي دي. د ۲۰۱۱ ز کال د قبرورۍ ۱۱ مه.

۶
د حکومت ضد مظاهرچیان د ولسمشریزې ماڼۍ د باندې د ولسمشر مبارک تر استعفا وروسته د خوشالۍ لمانځلو پر مهال. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.

۷
د حکومت ضد یو مظاهره کوونکی له یوه پوځي سره د مبارک تر استعفا وروسته ګډېږي. د قاهرې التحریر څلور لاره، د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.

۸
د حکومت ضد مئاهرچیان د سکندریه په ښار کې د لاریون پر مهال. د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ ۱۱ مه.