د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي د کورمې په ځنګله کې د اور وژلو هڅې کوي


چارواکي وايي، اور د جون پر شپږمه د بنیامینو (بلیامینو) په ځنګله کې ولګېد - د ۲۰۲۲ز کال د جون اوومې انځور.
چارواکي وايي، اور د جون پر شپږمه د بنیامینو (بلیامینو) په ځنګله کې ولګېد - د ۲۰۲۲ز کال د جون اوومې انځور.

د کورمې چارواکي وايي، د بنیامینو (بلیامینو) په ځنګله کې د لګېدلي اور وژلو هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

انتظامي چارواکي فضل ودود د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل اور د ځنګله نورو برخو ته هم خپور شوی دی. ده وویل، تر اوسه معلومه نه ده چې د جون پر شپږمه اور ولې ولګېد خو په وینا یې چې پلټنې پیل شوې دي.

ودود وویل، اور د بنیامینو له ځنګله څخه شاوخوا ۱۰ کېلومیټره سیمې ته غځېدلی دی.

ده زیاته کړه چې په اور کې تر اوسه چا ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر نه شته خو ګڼې ونې، بوټي او ځناور یې زیانمن کړي دي.

په کورمه کې د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د اور وژنې هڅې کوي. د هغې ادارې ځايي مشر علي مرجان د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل، وسایل ورسره کم دي نو ځکه په یوازې ځان د اور وژل ورته ګران شوي دي.

دی وايي، د اور له لګېدو سره سم د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي سیمې ته ورسېدل خو هلته باد لګي چې له وجې یې بیا اور بل شي.

د کورمې انتظامي چارواکی فضل ودود وايي، د ټولو اړوندو ادارو کارکوونکو ته یې د اور وژلو دنده سپارلې او په دې برخه کې یې له خلکو څخه هم مرسته غوښتې ده.

ده وویل، اوسمهال د ځنګلاتو ادارې، په قبایلو کې د طبیعي ناورینونو پرضد د مبارزې صوبايي ادارې (اېف ډي اېم اې)، ښار دفاع، د مواصلاتو او کار (سي اېنډ ډبلیو) ادارې، سرې میاشتې (هلال احمر) ټولنې کارکوونکي، د پولیسو سرتېري او یوشمېر رضاکاران په ځنګله کې د اور وژلو هڅې کوي.

د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي په کورمه کې د اور وژلو هڅې کوي - د جون اوومې انځور.
د رېسکیو ۱۱۲۲ کارکوونکي په کورمه کې د اور وژلو هڅې کوي - د جون اوومې انځور.

په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د یوشمېر سیمو په ځنګلونو کې اورونه ولګېدل چې د لوی مالي تاوانونو ترڅنګ یې خلکو ته هم مرګ ژوبله واړوله.

د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع شېرانۍ کې د ځڼغوزیو د ځنګله مالکان وايي، په مې میاشت کې لګېدلي اور یې د ګټې یوازینه سرچینه نېږدې له منځه وړې ده. دوی وايي، اور د شېراني په غره کې د شاوخوا دوو اوونیو اور د ځڼغوزیو د ځنګله لویه برخه سوځولې ده.

له دې پرته د جون په لومړۍ اوونۍ کې د ملاکنډ ډېوېژن په یوشمېر برخو کې په ځنګلونو کې اور ولګېد چې د سیمې اوسېدونکو په وینا، لوی تاوانونه یې ور په برخه کړل.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د جون پر څلورمه په يو بيان کې ويلي چې د ملاکنډ ډېوېژن د شانګلې په ګډون یې په مومندو، کوز دير او هريپور کې د اور لګېدو لاملونو معلومولو لپاره د تحقیقاتو امر کړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG