د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د امن لپاره مظاهره شوې ده


د کورمې په پاړه چینار کې لسګونه کسانو د اکتوبر پر ۲۳مه د امنیت ټینګښت لپاره لاریون وکړ.
د کورمې په پاړه چینار کې لسګونه کسانو د اکتوبر پر ۲۳مه د امنیت ټینګښت لپاره لاریون وکړ.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې ځايي خلکو د مظاهرې له لارې له حکومته په سيمه کې د امنيت ټينګښت غوښتنه کړې ده.

د اکتوبر پر ۲۳مه په پاړه چینار کې د کورمې د "پاک يوت موومېنټ" په نوم د ځوانانو سازمان په مظاهره کې ګډونوالو د "ترهګرۍ نه منو" شعارونه ورکړل.

مظاهرچيانو تر بازار تېرېدو وروسته د خبريالانو د مرکز مخې ته پرلت وواهه. د ځوانانو د غورځنګ مشر مير افضل خان توري مشال رېډیو ته وويل چې ترهګري نه مني. "ترهګري په هېڅ يو شکل کې د منلو نه ده. د حکومت چې هره پاليسي وي خو موږ ته داسې پښتون کش پالیسۍ چې ورسره زموږ تجارت او امن خرابېږي بلکل قبوله نه ده."

په کورمه کې په تېرو یوشمېر مياشتو کې د ځمکو د ملکيت پر سر جګړو، پر امنيتي ځواکونو بريدونو او د يوه ځايي کس مړي موندنې ځايي خلک د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

د کورمې انتظامیې د مظاهرچیانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د امنیت ټینګښت او د ځمکو لانجو هواري ته ژمنه ده.

د پاړه چینار عنایت علي توری وايي، کلونه وشول چې د کورمې په یوشمېر برخو کې د قومونو ترمینځ پر ځمکو، ونو او ځنګلونو لانجې دي چې له وجې یې نښتې هم شوې دي خو هغه لانجې نه هوارېږي چې "د تشویش خبره ده."

په سیمه کې اوسمهال امن قایم دی خو په سېپټېمبر او بیا په اکتوبر کې دوه ځلې د ځمکې پر سر جګړه، درې وارې پر امنیتي سرتېرو وسله وال بریدونه او د تښتول شوي یو تن مړي د مېلاوېدو پېښې شوې دي.

د پاړه چینار مزمل حسین اغا وايي، غواړي چې "په امن او سکون کې ژوند تېر" کړي خو "پټ طاقتونه" یې نه پرېږدي. ده البته د پټو طاقتونو په اړه سپیناوی و نه کړ.

خو د کورمې انتظامیې په بوشېرو کې د ډنډرو او نور حسین کلي ترمینځ د ځمکې پر سر تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته د سیمې د مشرانو جرګه وکړه چې پکې پرېکړه وشوه چې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنیو له وجې د بې کوره شویو خلکو خپلو سیمو ته د ستنولو او د ځمکو شخړو د هواري لپاره په ۲۰۰۸ز کال کې د پنجاب په مري ښار کې د شوې موافقې له مخې کمېشن جوړوي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه چې پکې د بې کوره خلکو خپلو کلیو ته ستنول او د پخوانیو اسنادو (کاغذات مال) او د پښتنو د دود پر اساس د ځمکو د لانجو هواري پرېکړه شوې وه خو دا دواړه کارونه لا نه دي شوي.

د سیمې انتظامیې ویلي دي چې د ټولو لانجو د هواري هڅې کوي. په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت هم ویلي دي چې په ټوله ضلع کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي او داراز، د وسلوالو ضد یې کارروایانو ته هم دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG