ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شو
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د نجونو لپاره د ځانګړي کتابتون (لایبررۍ) د جوړېدو یو کال پوره شو. هغه کتابتون د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ واک په مرسته د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه پرانیستل شوی وو. د ژوب نجونه وایي، دا یوازینۍ لایبرري ده چې د هغوی لپاره جوړه شوې ده او هغوی کولی شي هلته کښېني او د کتاب د لوست ترڅنګ پر ادبي او تعلیمي موضوعاتو بحثونه هم وکړي. د کتابتون چلوونکي وايي، اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ کتابونه لري. په دې اړه نور معلومات په تاندې هیلې خپرونه کې درکوو چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر 07, 2024ښځې څنګه د قانون له لارې په وراثت کې خپل حق ترلاسه کولای شي؟
-
جنوري 31, 2024په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو څومره اهمیت دی؟
-
نومبر 17, 2023ګېلپ: افغان مېرمنې غیر یقیني او تورتم راتلونکی لري
-
سپټمبر 16, 2023ګلناز وايي، ورور یې له ۱۵ کالو راهیسې ورک دی
-
اګست 05, 2023ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟