د پاکستان په پنجاب اسمبلۍ کې د جولای ۲۲مې پر مازیګر د اعلاوزیر انتخاباتو لپاره رایې اچول کېږي.
ټاکل شوې چې د وزیراعلا منتخبولو لپاره غونډه د جولای پر ۲۲مه مازیګر څلور بجې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب کې د جولای پر ۱۷مه پر ۲۰ څوکیو ضمني انتخابات وشول او ۱۵ څوکۍ مخالفه ګوند تحریک انصاف وګټلې.
د اعلاوزیر د انتخاب امر د پاکستان سپریم کورټ د جولای پر لومړۍ نېټه تر هغې وروسته کړی وو چې پاکستان تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) د اوسني اعلاوزیر حمزه شهباز انتخاب چیلېنج کړی وو. سپریم کورټ په امر کې ویلي ول چې تر بیا انتخاباتو پورې به شهباز خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د سپريم کورټ تر امر وروسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جولای پر ۱۷مه د پنجاب صوبايي اسمبلۍ لپاره پر خالي ۲۰ څوکيو ضمني انتخابات وکړل چې ورځخه یې ۱۵ پاکستان تحریک انصاف، څلور یې واکمن مسلم ليګ (ن) او یوه څوکۍ خپلواکه یا ازاد نوماند وګټله.
د ضمني انتخاباتو له نتیجې سره سم، په پنجاب اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم لیګ (ن) حیثیت زیانمن شو. پنجاب اسمبلي ټول ۳۷۱ غړي لري او د اعلاوزیر منتخبولو لپاره د ساده اکثریت یعنې ۱۸۶ غړو د رایو اړتیا وي.
د وزیراعلا څوکۍ لپاره اوسنی اعلاوزیر حمزه شهباز د مسلم لیګ (ن) او د پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) په ګډون د ملګرو ګوندونو امېدوار دی. بلخوا تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ق) سیاستوال او د اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي نوماند کړی دی.
د روان کال د اپرېل پر ۱۶مه په پنجاب اسمبلۍ کې د پخواني اعلاوزیر عثمان بزدار د ځای ناستي د ټاکلو لپاره رایې اچول شوې وې چې پکې د پاکستان تحریک انصاف ۲۵ منحرفو غړو حمزه شهباز ته رایې ورکړې وې او نوموړی د ټولو ۱۹۶ رايو په ګټلو وزیراعلا منتخب شوی وو.
د حمزه شهباز په مقابله کې د تحریک انصاف له خوا د ګوند اتحادي مسلم لیګ (ق) یو مشر چودري پروېز الهی د هغې څوکۍ لپاره نوماند وو.
پروېز الهي د هغو ۲۵ غړو د وفادارۍ بدلولو پرضد غوښتنليک دایر کړی وو چې پينځه غړي يې پر ځانګړو څوکيو ټاکل شوي ول. پاکستان سپريم کورټ د نوموړي د غوښتنليک منلی وو او ویلي يې ول چې که یو غړی د خپل سیاسي ګوند د خوښې پرته رايه ورکړي نو نه به شمارل کېږي.
پنجاب صوبه د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د پخواني وزیراعظم عمران خان له دندې تر ګوښه کېدو وروسته د سیاسي بحران ښکار ده. په هغه صوبه کې د خان تحریک انصاف ګوند واکمن وو خو په مرکز کې یې د حکومت تر ختمېدو وروسته چې مسلم لیګ (ن) په پنجاب کې د خپل حکومت جوړولو هلې ځلې پیل کړې نو په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف یوشمېر غړي هم ورسره ملګري شول.
خو د مسلم لیګ (ن) مخالفه ګوندونو خپلو هڅو ته دوام ورکړ او همداراز، د صوبې ګورنر عمر سرفراز چیمه هم د حمزه شهباز انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو. د دې له وجې نوموړي تر شاوخوا نیمې میاشت ځنډ وروسته د اپرېل په پای کې د اعلاوزیر په توګه لوړه وکړه.