د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې مسلمانان او هندوان یو ځای اوسي

په پاکستان کې تر ټولو زیات هندوان په سیند صوبه کې اوسي.

د هغه هېواد د شماریاتو وفاقي ادارې د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د هغې صوبې تر ۶،۵ سلنه زیات وګړي هندوان دي.

په تېرو کلونو کې رسنیو په سیند کې په زور د هندوو نجونو د مسلمانولو رپورټونه ورکړي دي چې ورباندې د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ادارو اندېښنې ښوولي.

خو په عین حال کې، د سیند په کلیوالو سیمو کې مسلمانان او هندوان یو ځای اوسي او له یو بل سره دوستۍ هم پالي.

هندوان خپلو مندرونو ته ځي او مسلمانان خپلو جوماتونو، دربارونو او خانقاهو ته. په دې انځورونو کې د یوې درګاه او د یو مندر حال درکوو.

نور وښیئ

انځور سایز

داود خټک

داود خټک د مشال راډیو منتظم مدیر (مینېجېنګ اېډېټر) دی. هغه د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه هم برابروي.

انځور سایز

ځلاند یوسفزی

ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو دی چې پر بېلا بېلو موضوعاتو ویډیويي او غږیز رپورټونه جوړوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG