د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو او شمالي وزیرستان کې د پولیو ۵ ورځنی واکسیني کیمپېن کېږي


یوه روغتیايي کارکوونکې په پېښور کې ماشومې ته د ګوزڼ واکسین ورکوي - پخوانی انځور.
یوه روغتیايي کارکوونکې په پېښور کې ماشومې ته د ګوزڼ واکسین ورکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ویلي دي چې د اکتوبر له ۲۴مې څخه په بنو او شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن پیلوي.

ادارې د اکتوبر پر ۲۲مه په بیان کې ویلي دي چې د اکتوبر تر ۲۸مې پورې څه باندې ۶۰۰ روغتیايي ډلې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۳۷۲،۰۰۰ ماشومان واکسینوي.

د شمالي وزیرستان د عامې روغتیا څانګې مشر ډاکتر وزیر خان د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې له ولسه په کیمپېن کې د همکارۍ هیله لري. "د علاقې له ټولو خلکو غوښتنه کوو چې کله ستاسو کور ته د پوليو ټېم درشي، خپل ماشومان [ضرور] واکسين کړئ. دا په پاکستان کې يوازينۍ سيمه ده چې د پولیو پېښې پکې زیاتې شوې دي. د پوليو د معذوروونکي وايرس مخنيوی يوازې په دې دوو څاڅکو واکسينو کېدای شي. نو مهرباني وکړئ، ماشومان مو واکسين کړئ."

سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان دی.

په ۲۰۲۰ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۲ پېښې ثبت شوې وې خو په ۲۰۲۱ز کال کې پکې د پوليو هېڅ پېښه نه وه رېکارډ شوې البته هغه کال د هېواد یوازینۍ مثبته پېښه د بلوچستان په کلا عبدالله کې ثبت شوې وه.

په شمالي وزیرستان او شاوخوا ضلعو کې سږ کال د پولیو د زیاتو پېښو ثبتېدو یو مهم لامل د پولیو واکسیني څاڅکو ورکولو پرته د یوشمېر ماشومانو ګوتې رنګولو عمل وو چې د چارواکو په خبره، تر معلومېدو وروسته یې د کیمپېنونو څار نظام پیاوړی کړی دی.

د خیبر پښتونخوا لوړپوړو روغتیايي چارواکو په مې میاشت کې مشال راډیو ته ویلي ول چې پلټنو ښوولې چې روغتیايي کارکوونکو بې له واکسین ورکولو د ماشومانو ګوتې رنګولې او نومونه یې په رجسټر کې ثبتول.

په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.

زیاتېدونکو پېښو ته په کتو روغتیايي چارواکو په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر بیړني واکسیني کیمپنونه وکړل. له دې پرته د پاکستان حکومت د ټول هېواد پر کچ هم واکسیني کیمپېنونه کړي دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

XS
SM
MD
LG