د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: امریکا د روسیو الوتکو پر مخ خپل فضايي حریم تړي


امریکايي ولسمشر بایډن د مارچ پر لومړۍ نېټه کانګرس ته په وینا کې په سختو الفاظو د خپلو ټولواکه مخالفانو یادونه وکړه.
امریکايي ولسمشر بایډن د مارچ پر لومړۍ نېټه کانګرس ته په وینا کې په سختو الفاظو د خپلو ټولواکه مخالفانو یادونه وکړه.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د مارچ پر لومړۍ نېټه ماښام مهال د وفاقي حکومت د حالت (سټېټ اف یونیین) په اړه د کانګرس کلنۍ غونډې ته په وینا کې د خپلو مخالفو ټولواکانو یادونه په سختو الفاظو وکړه.

بایډن د هغو خلکو د ستونزو ذکر هم وکړ چې د کورونا وایرس جهاني وبا، لوړو بیو او سیاسي انتشار له وجې پیدا شوې دي.

په داسې حال کې چې د کانګرس غړو په لاسونو کې د اوکراین اسماني (ابي) او ژیړ رنګه واړه بیرغونه په لاسونو کې نیولي ول، ولسمشر په وینا کې د روسیې او اوکراین د زیاتېدونکې شخړې ذکر وکړ او اعلان یې وکړ چې سمدستي د امریکا فضايي حدود یا حریم د روسیو الوتکو او هوايي شرکتونو پرمخ تړي. هغه پر دې موضوع شاوخوا ۱۰ منټه خبرې وکړې.

بایډن وویل، "شپږ ورځې مخکې د روسیې ولادیمیر پوتین په دې سوچ د خپلواکه نړۍ د بنیادونو لړزولو هڅه وکړه چې ګواکې په خپلو خطرناکو طریقو به یې ټیټه کړای شي." خو په وینا یې، روسي ولسمشر "ناسم اټکل کړی وو." د بایډن پر دې خبره د ډېموکراټ او رېپبلېکن دواړو ګوندونو استازو چکچې ووهلې او ستاینه یې وکړه.

بایډن دا څرګندونې پرداسې مهال وکړې چې په اوکراین کې د مارچ پر لومړۍ نېټه هم نښتې روانې وې.
بایډن دا څرګندونې پرداسې مهال وکړې چې په اوکراین کې د مارچ پر لومړۍ نېټه هم نښتې روانې وې.

ولسمشر بایډن همداراز په خپله وینا کې د ولس پر یووالي ټینګار وکړ. دا هغه څه ول چې نوموړي د خپلې دندې تر سمبالولو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې هم ویلي ول.

ولسمشر بایډن د شاوخوا یو ساعته وینا په پای کې وویل چې امریکایان د "نړۍ یوازینی داسې قوم دی چې هر بحران یې د پرمختیا پر موقعې بدل کړی دی."

ده وویل چې هېواد یې د "یو کال پخوا پرتله لا پیاوړی دی" او له اوسه "یو کال وروسته به لا زیات مضبوط شي."

بایډن زیاته کړه چې "اوس وخت راغلی دی چې د خپل عصر ننګونې یا چیلنجونه هوار" کړي.

امریکايي ولسمشر دا کلنۍ وینا پر داسې مهال کړې چې پر اوکراین د روسیې تر حملې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته هلته نښتې روانې دي او د مارچ پر لومړۍ نېټه په پلازمېنه کییف کې د روسیو توغندیو په برید کې د ټېلېوېژن برج ولګېد چې تر هغې وروسته د اوکراینیو ټېلېوېژن چینلونو خپرونې ودرېدې.

د بایډن د وینا پرمهال د کانګرس غړو د اوکراین بیرغونه په لاسونو کې نیولي ول.
د بایډن د وینا پرمهال د کانګرس غړو د اوکراین بیرغونه په لاسونو کې نیولي ول.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.

روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.

پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.

XS
SM
MD
LG