د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د باسکټ بال اتل لوبغاړی کوبي براینټ ومړ


د کوبي براینټ هیلي کاپټر اور اخېستی خو وجه یې نه ده معلومه.
د کوبي براینټ هیلي کاپټر اور اخېستی خو وجه یې نه ده معلومه.

د امریکا د باسکټ بال پېژندلی لوبغاړی کوبي براینټ په کیلیفورنیا کې د هېلېکاپټر په یوه حادثه کې وژل شوی دی.

لاس اېنجلېس نه نېږدې په ۶۵ کېلومیټرۍ کې پرتې سیمې کلاباسس کې چارواکو د جنورۍ پر ۲۶مه وویل، براینټ سره یو ځای په دغه حادثه کې اته نور کسان هم وژل شوي دي.

په وژلیو کې د نوموړي ۱۳ کلنه لور ګیانا هم شامله ده.

کوبی براینټ د امریکا د باسکټ بال لوبې قهرمان وو
کوبی براینټ د امریکا د باسکټ بال لوبې قهرمان وو

د کلاباسس ښار چارواکي وايي، د کوبي براینټ هېلېکاپټر سېلکروسکي اېس ۷۶ ډوله وه چې د الوت پر مهال یې اور واخېست او لاندې پرېوته خو پر ځمکه یې چا ته تاوان نه دی اړولی.

۴۱ کلن براینټ چې پېنځه ځلې د نیشنل باسکټ بال اسوسي اېشن اتل پاتې شوی وو، دوه وارې یې په اولمپېک لوبو کې هم د سرو زرو تمغې ګټلې وې.

براینټ د خپل عصر د باسکټ بال تر ټولو عظیم لوبغاړی ګڼل کېده. نوموړي مېرمن او څلور بچي درلودل.

کوبي براینټ د خپل ۴۱ کلن ژوند ۲۰ کاله د باسکټ بال لوبې ته وقف کړي ول.

د هغه پر مړینه په امریکا کې حکومتي چارواکو، شخصیتونو او د لوبو مینه والو خواشيني ښکاره کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG