د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان د اېف-۱۶ الوتکو د سامانونو د ممکنه خرڅلاو سودا تایید کړې


د امريکا له لورې پاکستان ته اېف-۱۶ الوتکو د ورکولو پروګرام په ۱۹۸۱ز کال کې پیل شوی وو. پخوانی انځور
د امريکا له لورې پاکستان ته اېف-۱۶ الوتکو د ورکولو پروګرام په ۱۹۸۱ز کال کې پیل شوی وو. پخوانی انځور

د امريکا د بهرنیو چارو او دفاعي چارو وزارتونو پر پاکستان د اېف-۱۶ الوتکو د سامان او الاتو د ممکنه خرڅلاو، څار او خدماتو لپاره د ۴۵۰ مېليونو ډالرو په ارزښت سودا منظوره کړې ده.

دا خبره د امريکا د خارجه وزارت سياسي او پوځي څانګې د سېپټمېمبر پر اوومه نېټه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلې ده.

د امریکا د دفاع وزات د دفاعي امنیت همکاریو ادارې (ډيفنس سيکيورټي کواوپرېشن اېجنسۍ) هم په دې اړه پر ووبپاڼه په بیان کې ويلي چې مطلوبه تصدیقنامه (سرټيفيکېشن) یې ورکړې او د سېپټېمبر پر اوومه یې کانګرس هم له دې اقدامه خبر کړی دی.

په بیان کې ويل شوي چې پاکستان د سامان او الاتو او خدماتو د سودا غوښتنه کړې وه.

د دې ممکنه موافقې له مخې به د امريکا حکومت د پاکستان اېف-۱۶ الوتکو لپاره د تخنيک، انجينرۍ او لاجېسټک په برخه کې خدمات ورکوي البته په بیان کې واضحه شوې چې د ۴۵۰ مېليونه ډالرو په ممکنه سودا کې د الوتکو د وړتيا ښه کول او پر پاکستان د وسلو او مرمیو خرڅلاو شامل نه دی.

بیان وايي چې مجوزه سودا به د امریکا "د بهرنۍ تګلارې او د ملي امنیت د اهدافو په ترلاسه کولو کې هم مرسته" وکړي او پاکستان به د "ترهګرۍ پر ضد په روانو هڅو" کې د امريکا او متحدينو له خوا ورکړي صلاحيتونه برقرار وساتلای شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، "اوسنۍ سودا به د پاکستان اېف-۱۶ الوتکو صلاحيت پر ځای وساتي چې له کبله به يې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پاکستان وړتیا نوره هم ښه شي."

په بیان کې د پاکستان او هند رقابت ته په اشاره ويل شوي چې دا سودا به د "سيمې اساسي پوځي توازن بدل نه کړي."

پاکستان له لسيزو راهيسې له امریکا څخه پوځي الوتکې او نور دفاعي سامان او الات اخلي. د امريکا له لورې پر پاکستان د اېف-۱۶ الوتکو د خرڅولو پروګرام په ۱۹۸۱ز کال کې هغه مهال پیل شوی وو چې د پخوانی شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې ول او اسلام اباد او واشنګټن دواړو د افغان مجاهدينو ملاتړ کاوه.

خو په ۱۹۹۰ز کال کې امريکا پاکستان ته د ۲۸ اېف-۱۶ الوتکو له ورکړې انکار وکړ او پاکستان چې د دې لپاره کوم ۶۵۸ مېليونه ډالر ورکړي ول، هغه یې وروسپارل.

البته د ۲۰۰۱ز کال کې د سېپټېمبر پر ۱۱مه پر امريکا تر ترهګرو حملو وروسته د واشنګټن له اسلام اباد سره تعلقات ښه شول او پاکستان په ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا مهم اتحادي شو. واشنګټن هغه مهال پاکستان ته "بې د ناټو له غړیتوبه د مهم ملګري" حیثیت ورکړ.

تر دې وروسته، امريکا پاکستان ته د ۱،۴ اربه ډالرو په ارزښت د اېف-۱۶ الوتکو ورکولو هوکړه وکړه. خو په ۲۰۱۶ز کال کې پاکستان د نورو الوتکو خواست وکړ چې امريکايي کانګرس رد کړ.

XS
SM
MD
LG