پاکستان کې راتلونکي قامي او صوبایي اسمبلیو ټولټاکنو لپاره د تېر اتوار له ورځې د ملک په مختلفو برخو کې د سیاسي ګوندونو لخوا کېمپین په باقاعده توګه پیل کړل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن ویاند سهیل خان د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې له کره کتنې او څېړنې وروسته د نږدې درېوو زرو امیدوارانو نومونه د جولای ۲۵مې نېټې د انتخاباتو لپاره منظور کړل شوي دي.
په پاکستان کې ۲۰۱۸م کال په انتخاباتو کې ګڼ شمېر ځوانان د کاندیدانو په توګه برخه اخلي.
په دوی کې د پخواني لمړي وزیر شاهد خاقان عباسي، عمران خان ،د پخواني فوځي ولسمشر پرویز مشرف،د ایم کیو ایم پاکستان رهنما فاروق ستار او سردار مهتاب نومونه شامل دي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي له نادرا يا د معلوماتو ساتلو قامي ادارې څخه یې د هغو مطبوعاتي رپورټونو په اړه وضاحت غوښتی چې پکې د راتلونکو ټاکنو لپاره د امېدوارانو او رايه ورکوونکو شمېر مخې ته راغلی وو.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي د راتلونکیو عامو انتخاباتو لپاره د امیدوارانو لخوا جمع کړل شویو نامزدګۍ کاغذونو جانچ پړتال به د نهې ورځې پورې مکمل کړي.
بیان وايي، د انتخاباتو پر ورځ به د امنیت له پلوه په حساسو مرکزونو کې څارګرې کیمرې لګوي. الېکشن کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه یې د قامي او صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو د انتخاباتو لپاره تیارۍ بشپړې کړې دي.
کراچۍ د قامي اسمبلۍ لپاره ۲۱ او د سیند اسمبلۍ ۴۴ چوکۍ (سیټونه) لري.
په پاکستان کې د پارلېماني چارو او روڼوالي انسټیټيوټ (پېلډاټ) یو چارواکی احمد بلال محبوب د زیارت پر ورځ مشال راډیو ته وویل، داسې اندېښنه نه لري چې روانې سیاسي چارې به د انتخاباتو د ځنډېدو لامل شي.
الطاف احمد زیاته کړه، د انتخابي قانون له مخې الېکشن کمېشن ددې خبرې پابند دی چې د ولسمشر د لاس لیک نه پس په ۷ ورځو کې دننه د انتخاباتو مهال وېش اعلان کړي. نوموړي زیاته کړه چې د انتخاباتو کمېښن به په څو ورځو کې دننه دغه اعلان وکړي.