دلته هرکال د پولو لوبه هم کېږي. سږنۍ لوبه چترال وګټله. هلته ورغلي سېلانیان وايي د لارې د کږلېچونو ستړیا یې د شندور په نظارو او د پولو د لوبې په ولولو دمه کېږي.
د میرامشا بازار په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوی وو.
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو برخو نه حکومتي مامورین د جون پر ۲۵مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته راټول وو، دوی لارې بندې کړې وې او شعارونه یې ورکول.
سید حسن استاد د کرک د لتمبر کلي سره تعلق درلودلو. نوموړی د هغې سیمې مشهور ولسي شاعر تېر شوی او د کرک اکثرو خلکو ته یې شعرونه په یادو یاد دي.
د ملاکنډ ډویژن کاروباري تنظیمونو د مالیو (ټیکسونو) پر ضد کاربندیز کړی چې پرمهال یې مارکیټونه تړل شوي او د ګاډو تګ راتګ هم درېدلی دی
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي په ۲۰۲۴ز کال کې په دغه هېواد کې جمهوریت له زوال سره مخامخ وو.
په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې خال خال مېرمنو پخوا هم فعالیت درلودلو خو د ګوند عهدې ورسره نه وې. ګوند تازه په خپله پرېکړه کې څلورو مېرمنو ته په مرکز او صوبو کې عهدې ورکړې دي.
ثنا الله ۲۲ کاله عمر لري او د سایکل ځغلولو شوق یې له ماشومتوبه وو. هغه وايي، له وړوکوالي یې د ورور سایکل په غلا له کوره ویستو او خپل شوق به یې پرې پوره کولو.
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د پاکستان د حکومت په هغه پرېکړه خوشاله نه دی چې د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوم یې د سولې نوبل جایزې لپاره وړاندې کړی دی.
په داسې حال کې چې د جون ۲۵مه د ایران او اسراییلو ترمینځ د اوربند دویمه ورځ ده، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، ځینې نړېوالې رسنۍ هڅه کوي د ایران پر ضد د امریکې پوځي عملیات ناکامه وښايي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي دي چې اسراییل او ایران له اوربند څخه سرغړونه کړې، ځکه چې هغوی د سه شنبې د سهار له ټاکلي وخت وروسته پر یو بل بریدونه کړي دي.
د هرمز تنګی د تېلو لېږدولو اصلي لاره بلل کېږي چې د ايران پارليمان یې د جون پر ۲۳مه د تړلو منظوري ورکړې ده.
نور وښیئ