د ۲۰۲۴ز کال د جون پر درېيمه (د ۱۴۰۳ هجري لمريز کال د غبرګولي پر ۱۳مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۵۲م تلين دی. هغه په ۱۷۴۷ز کال کې په کندهار کې د افغانانو مشر وټاکل شو. د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو.