د سوات په مینګوره ښار کې د اګست پر ۱۵مه تر لوی سېلاب وروسته لا هم د کورونو، دوکانونو او لارو د پاکولو چارې دوام لري چې پکې د ښار اوسېدونکي او د خیریه بنسټونو غړي هم برخه اخلي. د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د بارانونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې تر ۳۵۰ زیات کسان ووژل شول. ویډيويي رپورټ وګورئ.