د ملګرو ملتونو مشر، انتونیو ګوتيریش د مارچ په يودېرشمه ويلي که دا پلان عملي شي نو هيله لري چې د کورونا وایرس ته به شکست ورکړي.
په امریکا کې په کورونا وایرس د مړو شویو کسانو شمېر نن په داسې حال کې تر څلور زرو واوښتل چې د دغه هېواد اتباعو ته وویل شول چې لا سختې ورځې په مخکې دي او ښايي یو لک امریکایان په دې وایرس ومري.
د امریکا د عامې روغتیا چارواکو وړاندوینه کړې چې په امریکا کې به په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر دوه لکه او ۴۰ زرو ته ورسېږي
چين نن ( د مارچ په ۳۱مه) د کورونا وايرس د نويو وړجنو زیاتوالي خبر په داسې حال کې ورکړې چې په تېرو څلورو ورځو کې په دغه هېواد کې د دې وايرس له وجې د متاثره شويو کسانو شمير کې کمې راغلې وو.
ولسمشر حسن روحاني اعلان کړی چې د وايرس خپرېدو د مخنيوي په خاطر نيمايي سرکاري کارمندان پر کورونو کښېنول شوي.
د مارچ پر ۲۳مه په سرکاي ټيليويژن کړې وينا کې ولسمشر روحاني وويل که بندېزونه ليرې شي نو ايران د کورونا مقابله کولای شي.
هندۍ رسنۍ وايي، دا څلور کسان د مارچ پر ۲۰مه سپېدو مهال له پلازمېنې ډیلي بهر تر سخت امنیت لاندې یوه زندان کې زندۍ کړل او پر دغه مهال بهر خلکو له خو شالۍ چغې وهلې.
د ایران روغتیا وزارت ویاند ویلي په ۱۱۷۸ نورو کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق پس په هیواد کې د وایرس ځپلو شمېر ۱۶۱۶۹ ته رسېدلی
په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په کرونا وایروس د اخته کسانو او د دغه وایروس له امله د مړو شویو شمېر له هغه چې په چین کې ثبت شوي، واوښت.
د امريکا دفاع وزارت (پېنټاګون) د دې برید پړه پر ایران پلویو وسله والو اچولې په داسې حال کې چې د دې حملې مسولیت تر اوسه هېڅ ډلې نه دی منلی او ایران هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مارچ پر ۱۱مه د ایران روغتیايي چارواکي ویلي په تېرو ۴۰ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس له کبله نور ۶۳ کسان مړه شوي دي.
نور وښیئ