د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکي وايي، د دې پوښتنې ځواب د هغو سیمو له حالاتو لګېدای شي چې طالبانو تازه تر خپل واک لاندې راوستلې دي.
ده په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر طالبانو واچوله او ويې ویل چې هغوی د افغانستان لپاره نه، بلکې دې لپاره جنګیږي، چې افغانستان د نورو هېوادونو لاسته واچوي.
جو بایډن وویل، د ځواکونو د کمولو بهیر په خوندي او منظم ډول مخ ته ځي او د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکول کېږي.
دفاع وزارت زياتوي چې عملیات یې چټک شوي او په هوایي بریدونو کې یې د قلعه نو په بېلابېلو برخو کې ۶۹ طالبان وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د جولای په ۷مه د خوست اوسیدونکو چې شمیر يې سلګونو تنو ته رسیده، د ملي اردو اولې لواء ته ورغلل او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
دوی چې د جولای پر اوومه په کابل کې د لویې جرګې د خیمې په تالار کې سره راټول شوي وو، پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند ته غاړه کېږدي.
دوی د جولای پر پنځمه نېټه په افغانستان کې روانه جګړه د پردیو په لمسون او د پردیو د ګټو لپاره وبلله او ويې ویل، خلک تیار دي، چې د خپل هېواد، نظام او ټولګټو تاسیساتو څخه ساتنه وکړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د هغو افغان علماوو خبرې ورته "ارزښت نه لري" چې وړاندې یې هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور په اړه غبرګونونه نه ښوول
نور وښیئ