د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ فرانک مېکنزي د اګسټ پر ۳۰مه مازېګر مهال د دې ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.
سپینه ماڼۍ وايي چې د کابل پر حامد کرزي هوايي ډګر د اګست د ۳۰ مې د راکټي بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او د ا چې د خلکو د ايستلو بهیر بغیر له څه ځنډه روان دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د اګست پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او په مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.
د وزارت په وینا، په دې کې د کابل هوايي ډګر جنوبي دروازه، د کورنیو چارو وزارت له خوا ورغلې لار او شمال ختیځ لار یا د پنجشیر تیلو ستیشن ته نږدې دروازې څخه لرې شي.
طالبان د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او د افغانستان حکومت يې ونيو، خو دوی تر اوسه پورې خپلې ادارې، د حکومت طرز او د بېلابېلو برخو لپاره پالیسيانې نه دې اعلان کړي.
پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ وروسته هنرمندان او ادیبان پرېشانه ديچې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به یې له منځه لاړې شي. د ژغونې لپاره څه کېدای شي او هنرمندان د هنر راتلونکې څنګه ويني؟ په اړه یې د کرښې پر غاړه کې هنرمندان مېلمانه خبرې کوي
نور وښیئ