اې اېم اېف د اکتوبر پر ۱۹مه د منځني ختيځ او مرکزي اسيا په اړه په خپل اقتصادي راپور کې ويلي چې د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دغه هېواد يو شمېر ضربې ليدلي چې په نتيجه کې يې واردات کم شوي، د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی، ګراني زياته شوې او د ژوند معيار رالوېدلی دی.