د پلازمېنې کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، په داسې وخت کې د ډېش انتنونو له پروګرامونو هم یوشمېر ټېلېوېژني چینلونه لیرې شوي دي وار له مخه انټرنېټ ښه کار نه کوي، برېښنا کمه او کورنۍ رسنۍ هم سم پروګرامونه نه لري.
منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."
دوی وايي، په تېرو شلو کالونو کې د دوی سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او ارامه شپه او ورځ يې نه درلوده، خو اوس چې یو څه کراري راغلې، بیا هم له چارواکو او موسساتو هېر دي.
د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال افغانستان ته د دې سازمان او نورو مرستندویو موسسو د مشرانو د سفر جزییات بېګا په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سفرونو هدف د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ضروري مرستو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه د نړيوالو غبرګون متحدول دي.
ځدراڼ میشتي په ځانګړې ډول له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې اوسمهال دې دوی ته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره یو شمېر بنسټیزې پروژې پلي کړي.
انتونیو ګوتېریش د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، "هغه وخت رارسېدلی دی چې ټول هغه پر توپیري چلند ولاړ قوانین او کړنې پای ته ورسېږي چې د تعلیم مخه نیسي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د جنورۍ پر ۲۳مه رسنیو ته وویل چې له افغانانو سره مرستې د طالبانو د ملاتړ په معنا نه دي.
امینه محمد د جنورۍ پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو د یوه لوپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته ولاړه او په کابل او کندهار کې یې څلور ورځې د طالبانو د حکومت له چارواکو او مخکښه شخصیتونو سره ملاقاتونه وکړل.
اینتني بلېنکن له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو یو ځل بیا ننګه کړې، خو دا یې هم ویلي که چېرې ولیدل شي چې ترهګرو هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، یو ځل بیا پرې برید وکړي، هغه ډول چې د ده له قوله، د القاعده مشر ایمنالظواهري یې په نښه کړ.
نور وښیئ