د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د ډېسېمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، په وروستیو کې یې په پاکستان کې د شویو بریدونو په اړه د طالبانو حکومت ته معلومات ورکړي دي.
مجاهد زیاته کړه چې ډېره اسماعیل خان له افغانستانه خورا لیرې پروت ښار دی او پاکستان پیاوړی ځواک لري نو باید یې هغه برید ناکامه کړی وای. د طالبانو حکومت تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې پينځه ژوبل شوي کسان د ولسوالۍ روغتون او دوه کسان چې ډېر ژوبل ول، د درملنې لپاره کابل ته لیږدول شوي، خو پاتې کسان تر لومړنیو روغتیايي مرستو وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.
د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني د ایران ایسنا خبري اژانس ته د دسمبر پر دویمه وویل چې دا بندیز د نومبر له ۳۰مې پیل شوی او دوی په بېلابېلو سیمو کې عملیات هم کړي دي.
یوشمېر معذوران وايي، د کاري ستونزو او نورو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي تر څنګ ټولنیزې ننګونې هم شته او په بېلابېلو نومونو لکه کمزوري، ړانده، کاڼه او ګوډ، یادېږي چې پر روحیه یې ناسم اغېز کوي.
د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د افغانستان اقتصاد هم خراب شوی دی او د روزګار موقعې کمې شوې دي او ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ورباندې په بېلابېلو وختونو کې اندېښنې ښوولې دي او وايي چې په هغه هېواد کې د بشري بحران د لا ژورېدو او د بېوزلۍ زیاتېدو خطر دی.
په حیدراباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیمخېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ د نومبر پر ۳۰مه په نوي ډیلي کې د سفارت په انګړ کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پورته کولو ویډیو هم خپره کړې ده.
نور وښیئ